Homeخبرونهمسوولان: سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

مسوولان: سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

تاند (سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۹مه) د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې، د سالنګونو لویه لاره د زیاتې واورې ورېدلو او توپان له امله د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوه.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه لاره له پرون شپې راهیسې د هر ډول وسایطو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

خبرپاڼه کې له موټر چلوونکو غوښتل شوې چې، تر بلې خبرتیا پر دغه لار سفر ونکړي.

یاد وزارت ډاډ ورکړی چې، د هوا په ښه کېدو سره به یاده لاره له واورې پاکه او بیرته به یې د تګ راتګ پر مخ پرانیزي.

د سالنګ لویه لار یوه له لویو سوداګریزو لارو څخه چې وخت ناوخته د بارانونو، واورې او طوفانونو له امله تړل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...