شنبه, فبروري 14, 2026
Homeخبرونهله اوږدې مودې وروسته؛ د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو...

له اوږدې مودې وروسته؛ د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې باران او واوره اوري

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۹مه) له مودې ککړې هوا او وچکالۍ وروسته؛ د مرکز کابل په ګډون په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، پکتیا، پکتيکا، غزني، میدان وردګ او ډایکندی ولایتونو په ځینو برخو کې بېګاه شپه واوره او ځینو ولایتونو کې بارانونه ورېدلي او دا مهال هم په يو شمېر سيمو کې دوام لري.

همداراز، د بامیانو په مرکز کې تېره شپه واوره ورېدلې ده.

په داسې حال کې چې په غرنیو کوتلونو کې د واورې او باران ورښت لا هم دوام لري.

تر ورښتونو وړاندې او د ژمي په راسېدو سره د مرکز کابل په ګډون يو شمېر ولايتونو کې د ککړې هوا له امله ګڼ هېوادوال په ناروغيو اخته شوي وو او اوس دې ورښتونو ته خوښ ښکاري.

له دې سره سم د ټرافيکو ولايتي مديريتونو له خلکو غوښتي، چې له اړتیا پرته د غرنيو سيمو له سفره ډډه وکړي او يا هم د غرنیو لارو په سفرونو کې د خوندیتوب تدابیر په پام کې ونیسي.

اخوا بیا د سالنګ لویه لار د واورې ورښت له امله د هر راز تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...