۴مه کیسه،
(1) لومړۍ برخه
کیسې پسې کیسه،
ډېیورنډ په څوکرښوکې،
ډیورنډ،له ستونزوډک میراث
له امیرعبدالرحمان خان نه تر طالبانو
دا چې په ۱۸۹۳ کال کال د ډیورنډ موافقه لیک د امیرعبدالرحمن او د بریتانوي هند له استازي ډیورنډ سره لاسلیک شو، ( چې نه شو ) څو لاملونه یې د پام وړ دي:
۱— په دې وروستیو کې یوه انګریز تاریخپوه ډیویډ لاین د امیر په تړاو داسې کښلي دي:
” په عبدالرحمن خان، برتانویانو دومره فشار راوړی وه، چې له مخې امیر ته پښې نه وې پاتې چې پرې درېدلی وی، مجبور وه، چې په سر ودرېږي.” دبېلګې په توګه:
– په کرښه د ۳۰ زره ځواکونو ځاې پر خاې کېدل.
– په میچنی کې مذهبي او قومي تاوتریخوالی.
– د شینوارو او اتمانزیو جګړې.
– په بدخشان کې د شغنان او روشان ستونزه.
– په راولپنډۍ کې د سردار محمد ایوب خان شتون.
۲. بیا هم د موافقه لیک پر وړاندې غبرګونونه را پورته شول:
– په واڼه کې د مسېدو پاڅون چې د انګریزانو پوځي چوڼۍ یې وسوځوله.
– د وزیرستان د خلکو جرګې دپکتیا له والي سردارګل احمد خان سره ولیدل اوورته وې وېل موږداکرښه نه منو!
– د ملا نجم الدین اخون زاده په مشرۍ پاڅون.
– په ۱۸۹۴ کال کې د عمراخان جنډول غبرګون.
– په ۱۸۹۵ کې د وزیرستان د خلکو برید.
– دا چې د دې کرښې په تړاو ټولپوښتنه نه ده شوی اوس هم نه کېږي.
۳. د برتانوي هند واکمن کرزن امیر حبیب الله خان وګواښه چې پر ۱۹۰۵ کال د ډیورنډ تړون، بیا لاسلیک کړي.
– کله چې موافقه لیک ګونګ وي نړیوال حقوقي ارزښت نه لري لکه فرنټیرلین Frontierline، باونډری لین Boundoryline، بارډر لین Borderline او د کنترول سیمه.
۴. ډګر جنرال فیض محمد خان هغه مهال په خوست کې دنده درلوده په ۱۹۴۶ کال د وزیرستان شاوخوا سیمو نه خلک راغلل ورته وې ویل، چې موږ د انګریزانو په چوڼېیو افغان بیرغونه هسک کړیدی، راشئ خپله خاوره خپله کړی.
هغه وخت دفاع وزیر علی احمد خان وه، هغه وویل موږ دغه مسأله په دیپلوماتیکو هڅو حلوو.
۵. د پوهنې وزیر نجیب الله په ۱۹۴۷ کال په یوې رادیوي وینا کې وویل، چې له ۱۹۳۱ نه تر ۱۹۳۴ پورې څو وارې بریتانیه څخه وغوښتل شول چې بیله شوې خاوره ورکړي.
۶. محمد هاشم خان په ۱۹۴۵ کال د وزیرانو شورا کې یوه پنځه فقره ییزه مصوبه وکښله چې بیله شوې خاوره وروسپارل شي.
۷. شاه محمود خان امریکا ته په لاره په ۱۹۴۷ کال لندن کې له برتانوي چارواکو سره ولیدل، د پاکستان د جوړیدو اوازې وې، ده خپل سیال ته وویل، د دوی خاوره باید ورکړ شي.
۸. محمد نعیم خان د جون په میاشت کې ۱۹۴۷ کال په کابل کې د بریتانیا سفیر بهرنیو چارو وزارت ته وغوښته او ورته وې ویل له افغانستانه بیله شوی خاوره موږ ته وسپارئ.
۹. ګاندی وویل د جغرافیې په بدلون موافقی له مینځه ځی… هند هغه تړون لغوه کړ چې له ۱۹۴۷ کال دمخه بریتانیا سره لاسلیک شوی وه
( وګورئ د ازادۍ تړون ۷ مه ماده او دریمه فقره)
۱۰. د افغانستان ملي شورا( ۷ مې دورې) او لوې جرګې په ۱۹۴۹ کال ټول تیر تړونونه لکه د هند په څیر لغوه اعلان کړل.
مثال: کله چې د ضیاءالحق په وخت اغاشاهی له وحیدالله عبدالله نه وغوښتل چې د تړون په رسمیت وپېژنی، نو هغه ورته د همدې لوی جرګې خبره وکړه، دغه مهال داود خان هم پاکستان کې وه.
۱۱. کله چې پاکستان جوړ شو په ملګرو ملتونو کې( ۱۹۴۷ کال) د افغانستان استازي عبدالحسین عزیز مخالفت وکړ او ایران د بلوچستان په سیمه کې له پاکستان نه ۳۰۰ میله مربع ځمکه بیله کړه چې د انګریزانو په وخت کې لکه د ډیورنډدکرښې په څیر بیله شوې وه.
۱۲. پاکستان څو وارې له امریکا او ملګرو ملتو نه غوښتي چې په کشمیر کې د دوی او هند تر مینځ مینځګړیتوب وکړي، ولې د ډیورنډ د موافقه لیک په تړاو دغه خبره نه کوی. ولې د محمد رضا په منځګړیتوب دوالفقاربوټو او سید قاسم رشتیا او اعتمادي تهران ته لاړل خو بوټو دویم ورځ غونډه ترک کړه.
۱۳. په ۱۹۴۰ کال د دربار وزیر احمدشاه جان له برتانوي هند سره یو تړون لاسلیک کړ، چې افغانستان کولی شي د کراچۍ له لارې سوداګریزه توکي ولیږدوي، خو کله چې پاکستان جوړ شو، دغه تړون لغوه شو، او پاکستان وویل اوس موږ خپلواکه یو، تاسو دغه تړون له بریتانې سره لاسلیک کړی.