یونس تنویر
قران کریم انسان ته د یوه حیثیت لرونکي مخلوق په توګه ګوري، چې د الله تعالی(ج) له لوري خلیفه ګرځول شوی دی. اسلام د هر انسان د ارزښت په اړه خبرې او لارښوونې کړې دي؛ تر څو انسانان په خپلو کړنو واقف شي.
اسلام د انسان حقوق د بیولوژیکي وراثت، طبقې او د جنسیت له نظره برابر ګڼلي دي او هېڅ داسې مسله نه شته، چې د پورته طبقو په اساس یې ځینې مهم او د ډېرو حقوقو مستحب ګرځولي وي، مګر هغه بنده غوره دی، چې په الله ج توکل کوي او پرهیزګاره وي. اسلام انسانانو ته د خپلو کړنو مسوولیت ور پر غاړه کوي، چې انسان د الله تعالی(ج) په وړاندې حساب ورکوونکی دی.
اسلام د وګړو لپاره هر اړخیز حقوق ټاکلي دي او دغه حقوق د ټولنې ثبات تضمینوي. قرآن کریم د ښځې حقوق په مختلفو مرحلو کې په صراحت سره بیان کړي دي، چې په دې سره د ماشومې، پېغلې، مېرمنې او مور په توګه یې فضیلت او حیثیت ساتي. اسلام ښځې ته پوره حقونه ورکړي دي او د جاهلیت دورې له تبعیضونو یې ژغورلې ده، لکه: د زدهکړو حق، د ژوند کولو حق، د مهر حق، د نفقې حق، د مالکیت او وراثت حق، چې دا حقوق په جاهلیت کې نه وو.
قرآن کریم د سړیو حقوق په مختلفو مرحلو کې بیانوي، لکه د زوی، پلار، سپینږيري، ورور، ملګري، غازي، شهید او وفات په توګه یې تفصیل او حیثیت ساتلی دی. دا ټول حقوق له یو ډول مسوولیتونو سره تړلي دي.
په قران کریم کې د انسانانو د اړیکو له مخې د همسایه، ورور، خور، مسلمان، ښوونکي، مشر حقوق بیان شوي دي، چې اسلام یې په سیاسي لحاظ هم جامع ګرځولی دی، ځکه چې د عدالت په اساس ولاړ اسلام د ټولو حقوقو او تکالیفو توازون رامنځته کوي او په دې ډول د زکات، صدقې او سرسایې له لارې ټولنیز انډول رامنځته کوي.
اسلام په ټولنه کې د کشمکشونو د کمولو او د همکارۍ د زیاتولو لپاره را لېږل شوی دی او په دې ډول په دین کې حکمت او عدالت له ورایه ښکاري. یانې اسلام د یوه جامع دین په توګه ثابت شوی دی.
قران کریم د انسانانو ترمنځ د الله تعالی (ج) ستراتیژي او پالیسي ده. اوس که څوک له دغې کړنلارې پښه اړوي؛ نو دا ډول انسانان ته د جاهلانو خطاب شوی دی او یا که څوک د بل چا په حق تجاوز کوي، نو هغوی ظالم ګڼل شوي دي او که څوک په خپل نیمګړي عمل لا نور هم ټینګار کوي، نو دوی درواغجن دي. یانې قران کریم د انسانانو د ارامتیا، مینې او لوریینې لپاره یوه ډېره عالي پالیسي لري.
خو تر ټولو مهمه مسله د اسلام د تعبیر ده، چې موږ داسې کړنې څه ډول تعبیر وو؟ ایا موږ دغه احسنې کړنې اخیستې دي او که مو د خپلې نظریې په اساس په خلکو په زوره منلې دي؟
زه فکر کومه، چې اسلام د بیان او حقوقو په لحاظ ډېر سلامت دین دی، خو د مسلمانانو د تعبیر په لحاظ مو دغه سلامتیا ترې اخیستې ده او په دې ګواهي ورکوو، چې اوسمهال هر مسلمان له اسلام څخه خپل ځانګړی برداشت لري او هر څوک یې د خپلې ګناه د استنباط په لحاظ تعبیروي.
مطلب دا چې زموږ په اسلامي نړۍ کې ځینې دولتونه دي، چې هغوی له اسلام څخه د یوې الې په توګه استفاده کړې او عوام یې په دې ډول غولولي دي. د دغو نادرستو تعبیرونو په اساس موږ په اوسني وخت کې ډېر کم خلک ګورو، چې اسلام ته را اوړي.
که موږ د اسلام تاریخ د زرغونتیا (طلایي دور) بابونه مطالعه کړو، نو دا به څرګنده شي، چې د مسلمانانو شمېر تر هرې وروستۍ غزوې (جګړې یا فتحې) وروسته زیات شوی دی. که چېرې موږ دا شمېر د هغه وخت د نفوسو د تحقق او څرګندتیا (تخمین او اندازه کولو) له اړخه تعین کړو، نو دا له اوسني وخت سره ډېر لوی توپیر لري.
له بلې زاویې؛ اوسمهال زیاتره مسلمانان بې دینه کېږي او نورو مختلفو دینونو، ملحدیت (الحاد) او لادینیت (اګنوسټیسیزم) ته مخه کوي. که په کال کې یو نفر مسلمان شي، نو دېرش نور بې دینه کېږي او دا لړۍ ورځ تر بلې پراخېدونکې ده. د دې اصلي لامل دا دی، چې اسلام اوسمهال د سیاسي موخو لپاره کارول کېږي او په معاصر تاریخ کې سیاستونه یوازې د سهامي شرکتونو (کاروباري ادارو) په څېر دي، چې ګټې او زیانونو ته ګوري.
د هجرت لومړنۍ ډله، چې له مکې یې د کفارو له ظلمه هجرت وکړ، ۱۵ نفره وه (۱۱ سړي او ۴ ښځې)؟[1] خو د مسلمانانو دویم هجرت ۱۰۱ تنو ته رسېده (۸۳ سړي او ۱۸ ښځې)؟[2]. د رسول اکرم (ص) د لومړنیو غزا ګانو څخه(غزوې بدر) د غازیانو تعداد ۳۱۳ کسان و؛ خو د هغه مبارک د وروستنیو غزا ګانو (غزوې تبوک) د کسانو تعداد ۳۰ زره تنه و. د خلفاء راشدینو د دورې د غزاګانو تعداد که ولیدلی شي، نو همداسې په مراتبو ډېر شوی دی. د ابوبکر صدیق(رض) په دوره کې د ارتداد جنګونه او فتوحات، د حضرت عمر (رض) په دوره کې د فارس او روم فتوحات، چې لښکرې یې په لکونو کې وې/ شوې وې.
پوښتنه دا ده، چې کله د خلفاء راشدینو او وروسته د تابعینو او تابع التابعینو په وختونو کې مسلمانان د نړۍ په هره برخه کې را ښکاره شول او داسې هم شوي دي، چې قبېلې قبېلې مسلمانې شوې دي، مګر اوسمهال ولې خلک له مسلمانېدو څخه بې دینۍ ته تښتي؟ یانې کفار خو مو مسلمانان نه کړای شول، بلکې مسلمانان هم له لاسه ورکوو!؟
یانې په مسلمانانو کې چې کله اسلام د ځان په نفه تعبیر شو ( اوسمهال خو دا چاره بیخي ځینو منحوسو دولتونو، ډلو د خپلو سیاسي ګټو په موخه تعبیر کړې او په اسلام یې تجارت شروع کړی) نو وجه دا شوه، چې نور خو مو خپل نه کړل، مګر خپل مو هم پردي کړل او په دې لحاظ مو د اسلام مقدس مخ خلکو او نړۍ ته تور ور ښکاره کړ، نو څنګه به څوک مسلمانان شي؟
زه فکر کومه، چې اوسمهال اسلام له مسلمانانو ورک شوی دی او د دې یو علت دا دی، چې سیاستونو د خپلو ګټو په موخه قرباني کړی دی او اسلام د سیاسي ملحوظاتو په اساس تعبیر شوی، چې عوام پرې قانع کړي.
د پاکستانۍ ادارې د اجیر پوځ مشر جنرال عاصم منیر د علماوو او او رسنیو په یوه مجلس کې ویلي و، چې د پاکستان پوځ د کعبې ساتونکی دی، خو امریکا ته د چاپلوسۍ او اجیرتوب له مخې عذر کوي، چې زموږ پوځ د اسراییلو ملاتړ ته ورولي، تر څو فلسطیني وګړي ورته ووژني. عربو د کعبې لپاره دا کار ځکه کاوه، چې دوی خپله هم تش په نامه مسلمانان دي او اسلام یې په منځ کې ورک شوی دی.
یانې اوسمهال اسلام د سیاستونو په تعبیرونو کې پروت دی، چې په ښه او بد یې خپله هم عوام نه پوهېږي او په دې وجه د اسلام په نوم سیاسي تعبیرونو د اسلام ځای نیولی دی. کنه په اسلام کې جهالت نه شته او خدای تعالی (ج) انسانانو ته په اخلاقو امر کړی دی او اسلامي دین په ادب ولاړ دی او که روشونه یې مودب او مهذب نه شي، نو زر ده، چې اسلام به په مسلمانانو کې هېڅ پیدا نه شي.
[1] که څه هم ځینې سرچینې ۱۲ یا ۱۱ سړي او ۴ ښځې یې ګڼلې دي.
[2] ځینې سرچینې یې ۸۳ یا ۱۰۰ یې ګڼلي دي.