یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: له کندهاره به سږکال کابو ۵ زره مټریک ټنه وچه مېوه...

مسوولان: له کندهاره به سږکال کابو ۵ زره مټریک ټنه وچه مېوه صادره شي

تاند ( شنبه د لړم ـ عقرب ۸مه)د طالبانو ‏د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دوی د هڅو له امله سږ کال د وچې مېوې کیفیت او زیاتو حاصلاتو ته په کتو ټاکل شوې د صادراتو کچه د تېر کال په پرتله زیاته شي.

یاد وزارت لیکلي، سږ کال به له کندهاره د دغو محصولاتو صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته ورسیږي.

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلانو هېواد کې د وچې مېوې کیفیت او حاصلاتو زیاتېدو لامل، معیاري وچول او د بازار موندنې زمینې برابرول یاد کړي.

یاد وزارت لیکلي، تېر کال د وچو مېوو صادراتو کچه ۴ اعشاریه ۵ زره مټریک ټنه وه، خو سږ کال د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او د کرنې وزارت د تخنیکي ملاتړ له برکته دا شمېر پینځه زره مټریک ټنو ته لوړیږي.

د یادونې وړ ده چې، د افغانستان ۱۵ ډوله وچې مېوې له بلخ، تخار، هرات، غزني، فاریاب، جوزجان او کندهار ولایتونو څخه راټولېږي او د کندهار شوراندام کې بسته‌بندي کېږي او له هغه ځایه هندوستان، پاکستان او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...