سه شنبه, فبروري 10, 2026
Homeخبرونهد حمدالله محب شرکت د ابوظبي لپاره د سپوږمکۍ د جوړولو قرارداد...

د حمدالله محب شرکت د ابوظبي لپاره د سپوږمکۍ د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۱ مه) د «اوربېټ‌ورکس» فضايي شرکت، چې مشري یې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب کوي، د یو شمېر اماراتي شرکتونو په همکارۍ د ابوظبي له حکومت سره د یوې سپوږمکۍ د جوړولو قرارداد لاسلیک کړی دی.

دا قرارداد تېره اوونۍ د «نړیوالو حکومتونو د غونډې» په څنډه کې لاسلیک شو، خو د ابوظبي د پراختیا صندوق او د اوربېټ‌ورکس شرکت په رسمي اعلامیو کې د قرارداد د مالي ارزښت او تخنیکي جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د حمدالله محب په وینا، یاده سپوږمکۍ به د ابوظبي له پراختیا صندوق سره مرسته وکړي چې د خپلو ودانیزو او پانګونې پروژو پرمختګ په دقیق ډول وڅاري او وارزوي. هغه زیاته کړه چې د دې ټکنالوژۍ له لارې به د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د صندوق د پروژو وضعیت له لرې واټنه څارل کېږي.

محب، چې په ۱۴۰۳ کال کې یې په متحده عربي اماراتو کې د یوې فضايي کمپنۍ په جوړولو سره د کوچنیو او منځنیو سپوږمکیو د تولید بازار ته داخل شو، ویلي چې د ده د شرکت محصولات به د پروژو د څار، ارزونې او معلوماتو راټولولو لپاره وکارول شي.

د نوموړي په خبره، د فضايي ټکنالوژۍ کارول به د میداني تفتیش لپاره د استول کېدونکو پلاوو اړتیا کمه کړي؛ هغه بهیر چې پخوا ډېر وخت‌نیونکی او لګښتی و. دغه سیستم د صندوق مسئولینو ته دا وړتیا ورکوي چې له فضا څخه د پروژو د عملي کېدو بهیر وڅاري او ارزونه وکړي چې چارې له ټاکل شویو نقشو سره سم روانې دي که نه.

حمدالله محب د پراختیا او ابادۍ په برخه کې د فضايي ټکنالوژۍ کارونه یو نوښتګر ګام وباله او ویې ویل چې دا چاره د پرېکړو په ښه کېدو، د څار پیاوړتیا او د احتمالي خطرونو په کمولو کې مهم رول لري.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې اوربېټ‌ورکس به د یاد صندوق لپاره څو سپوږمکۍ جوړوي او دا پروژه به څه وخت عملي پړاو ته داخلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...