یکشنبه, اپریل 20, 2025
Home+د افشار د قتل عام ۳۲ کال

د افشار د قتل عام ۳۲ کال

تاند- له نن څخه 32 کاله پخوا د فبرورۍ ۱۰ مه (د دلوې يوويشتمه، د لمریز او میلادي کال په ورخو کې تغییر راځي) د احمدشاه مسعود په مشرۍ ځواکونو د کابل ښار په افشار سيمه کې د شیعه ګانو قتل عام وکړ.

د ثبت شويو تاريخي پېښو په استناد د واک پر سر د جهادي تنظیمونو د جنګي سیالۍ په لړ کې د وخت د ولسمشر برهان الدين رباني د دفاع وزیر احمدشاه مسعود تر امر لاندې ځواکونو په افشار کې د وحدت ګوند پر مشر عبدالعلي مزاري د‌ فشار راوستو لپاره د هزاره ګانو او اهل تشيعو په قتل عام لاس پورې کړ.

د هزاره ګانو يو مشهور څېړونکی سید عسکر موسوي ادعا کوي چې په دغه ورځ د احمد شاه مسعود ځواکونو د افشارو شاوخوا ۷۰۰ اوسیدونکي، چې اکثره هزاره ګان او شيعه قزلباشان وو، ووژل. خو د دې ډلوژنې په لړ کې د وژل شویو کسانو دقیق شمېر لا هم سم څرګند نه دی.

د ښاغلي موسوي په وينا، په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

د افشار او د نیولو لپاره د احمدشاه مسعود په مشري ځواکونو عملیات، چې متحدو ځواکونو یې هم پکې برخه لرله، د دلوې د یوویشتمې په ماښام پیل او د دلوې د دوه ویشتمې تر ماښامه دوام وکړ.

داسې ادعاوې هم شته چې د مسعود ځواکونو د افشار د افشار له نیولو وروسته پر ښځو جنسي تیري هم کړي دي.

4 COMMENTS

  1. د حزب وحدت اسلامي ګوند چې مشر یې عبدالعلي مزاري وو ، د افشارو خلکو ته اجازه نه ورکوله چې دا سیمه تخلیه اوبل امن ځای ته لاړشي . له بلې خوا د افشارو پرسر پوسته چې ل. محسني د ډلې له خوا اداره کېدله له شورای نظار او متحدینو سره یوځای شوه ، په هغه ورځ ټانکونو ، توپونو ، دهشکو اوخفیفه وسلو پر مټ له هرې خوا د سیلو پرافشارو حمله شروع شوه . هلته نه یواځې هزاره ګان او قزلباشان ، بلکه نور قومونه هم اوسېدل ، ویل کیږي چې د دو ورځو په ترځ کې شاوخوا 15000 پنځه لس زره کسان مړه او زخمیان شول . کورونه ټول اول چور او بیا وران او په کنډوالو بدل شول . خلاصه یو وړوکی محشر وو. خو لله الحمد د حزب وحدت اسلامي رهبري او عبدالعلي مزاري له دې معرکې نه نر غوندې وتښتېدل او د قلعه شادې خواته په تېښته بریالي شول.

  2. د نظار و جمعیت کوټه ګلټير (عبد رسول سیاف) نوم مو نه دی اخیستی. د هغه مليشو هم د دې قتل عام و لوټ تالان حشرګړي وو.

  3. د افشارو قتل عام، د تاريخ يوه په وينو سره پاڼه

    ليکوال: عبدالله زاهدد افشارو د قتل عام پېښه یوه ډله‌ییزه وژنه وه چې په ۱۳۷۱ کال کې په کابل کې د ټوپک سالارانو (احمد شاه مسعود او عبدالرب سياف رسول) د کورنۍ جګړو پر مهال د افشارو د نيولو پر سر رامنځته سوه.دغه فاجعه د ۱۳۷۱ کال د لیندۍ په ۲۱ نېټه پیل او د لیندۍ تر ۲۲ نېټې پورې یې دوام وکړ، په دې قتل عام کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل سوي دي؛ د وژل شویو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی.د ۱۳۷۱ کال د لیندۍ په ۲۱ مه ماښام د احمدشاه مسعود په مشرۍ د افغانستان د اسلامي دولت ځواکونو او د عبدالرب رسول سیاف په امر د احمدشاه مسعود تر قوماندې لاندې جعیت اسلامي د افشارو پر سیمه د راکټونو ویشتل پیل کړل، دې جګړې، قتل عام د دلوې د ٢٢مې تر سهاره پورې دوام وکړ.د افشار په سیمه کې په سلګونو شیعه اوسېدونکي د هغه وخت”حکومتي” ځواکونو لخوا ووژل شول. د افشار کلی د کابل پولیتخنیک پوهنتون ترڅنګ د غرونو په لمن کې پروت دی . د کابل پولیتخنیک او د ټولنیزو علومو انستیتوت چې ښار ته له ننوتلو وروسته د حزب وحدت د مشرتابه له خوا د قومندانۍ په توګه وټاکل شو، هم په همدې سیمه کې موقعیت لري او کافر کوه افشار یې محافظوي ډال ګڼل کېږي.د فبرورۍ په یوولسمه د سهار په یوولسو بجو د ټولنیزو علومو پر انستیتوت له دریو خواوو برید وشو، له لویدیځ څخه د اتحاد اسلامي سیاف د ټلوالې له لوري، له شمال او جنوب څخه د «حکومتي» ځواکونو له خوا (چې مشري يې احمد شاه مسعود کوله) سیمه اشغال شوه، 24 ساعته دوی قتل عام، جنسي تیری، کورونه یې وسوځول او ځوان هلکان او نجونې یې بنديانې کړلې.د دغه وحشت خبرونه په ورته وخت کې په کابل او په راتلونکو ورځو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپاره شول، د اټکل له مخې په دې قتل عام کې شاه و خوا ۷۰۰ کسان وژل شوي یا ورک شوي دي، کله چې يو کال وروسته د وحدت ګوند دا سیمه بیرته ونیوله، ډیری ډله ایز قبرونه یې وموندل چې 58 جسدونه پکې وموندل شول.دا ډله ییزه وژنه د ځينو ګاونډیو هیوادونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو لخوا وغندل شوه، خو عاملین یې هیڅکله محاکمه یا نیول شوي نه دي، بلکې د وخت مطابق ورته د اتلانو، قهرمانانو لقبونه هم ورکول سول. که څه هم رباني په شخصي توګه دا ډله ييزه وژنه د خپل حکومت يوه تېروتنه وبلله، خو د پېښې پړه پر خپلو سرتېرو ور واچول شوه، چې مشري يې د احمد شاه مسعود په غاړه وه؛ په هغه ورځ افشار د یوه وحشي ښار په څېر و اویوشمېر اوسېدونکي یې د قتل عام له ډاره له هغه ځایه وتښتېدل، خو هغې ترخې خاطرې د خلکو په دماغونو او زړونو کې پاتې دي او د قومي او مذهبي اختلافاتو شدت یې غوړولی دی.د افشار ناورین چې د ۱۳۷۱ لمریز کال د دلوې په ۲۱مه د کابل د افشارو په کلي کې پر خلکو ولګېد، په حقیقت کې د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو تر ټولو خونړی او تر ټولو زړه بوږوونکی ناورین دی؛ دا غمجنه تراژیدي د نظار شورا مشر احمدشاه مسعود، د اسلامي اتحاد د مشر عبدالرب رسول سیاف، د رباني د حکومت د استخباراتو رئیس محمد قسیم فهیم، د تېر حکومت د اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په څېر کسانو له امله رامنځته شوه. د ملي دفاع وزارت د دفتر رئیس او د راکټ لوا قومندان یونس قانوني، د کابل ګارنیزیون عمومي قوماندان او د ملي دفاع وزارت سیاسي مرستیال بسم الله محمدي موصل او د بګرام هوايي ډګر قومندان سید حسین انوري د مرکزي شورا رئیس، د وحدت تنظیم د شیخ اصف محسني، اکبري او سید موصوف کاظمي په مشرۍ اسلامي حرکت د افغانانو د یوې برخې چې هزاره ګان وو، د تباه کولو لپاره يې يوه طرحه عملي کړه، چې د افغانستان په تاريخ کې د يوه نه جبرانېدونکي جنايت په توګه ثبت سوه. د ٢١مې نېټې په ماښام د افشارو ځمکه د استاد رباني او د هغه د متحدينو له خوا د ځمکې او هوا څخه د توپچي بريدونو په ترڅ کې په نښه شوه او د راتلونکې ورځې تر ماښامه پورې د افشارو د خلکو لپاره په هديره تبديل سوه، د دلوې په ۲۲مه د افشارو د وینو او اور تر منځ نڅا، د مرګونو او باروتو بوی، د افشار د مظلومو ښځو او ماشومانو چیغې او د احمدشاه مسعود او سیاف وحشت د کابل لوېدیځ په کنډواله بدل کړی وو او يو بل باب د شمالي ټلوالې د وحشت د افغانستان تاريخ کې ثبت سو. په افغانستان کې د انتقالي عدالت د پروژې د شمېرو له مخې، په هغه شپه زرګونه کسان، چې ماشومان، ښځې او بوډاګان پکې شامل وه او ټول هزاره ګان وه، د شمالي ټلوالې د غړو، له خوا په بې رحمۍ سره ټوټې ټوټې شول، له بلې خوا په افشار کې هم بریدګرو د ښځو سینې او د ځوانانو سرونه پرې کړل.يوه افغانه خورکۍ په ژړا، ژړا کې وايي چې نارينه يې را ووژل يا يې راڅخه يووړه، بنديان يې کړه او پر ښځو يې جنسي تيری کاوه، وايي دوو کسانو زما مخې ته زما پر خور جنسي تېری وکړ، وايي کفار به داسې څه ونه کړي لکه دغو ټوپک سالارانو، وحشيانو چې د وطن د مدافعينو په جامه کې وکړه. دوی داسې وحشت او يو حالت راوستلی وو، تعصب يې اوج ته رسولی وو، پاټک سالاري يې جوړه کړې وه چې مکمل افغانان له افغانيت او له خپل ژونده بېزاره وه. دغه ناورین تر هغه وخته دوام وکړ تر څو چې طالبان اول ځل کابل ته راغلل او له دغه ظالمو وحشيانو څخه يې د کابل ولس او کابل و ژغوره. هو دا همغه شمالي ټلواله ده، همغه مسعود دی چې ورته خلکو د اتل لقب ورکاوه، هو دا همغه وحشيان دي چې اوس هم د افغانستان د امن د خرابولو کوښښ کوي، اوس هم لګيا دي تر څو بيا هغسي وحشت ته لاره جوړه کړي او د دې لپاره بهرني يرغلونو ته دعوت ورکوي. دا د دوی د وحشتونو څخه يو مثال وو، دغسي زرګونه وحشتونه دوی پر افغانانو کړي دي او اوس د بيا ورته وحشتونو د لړۍ د پيل په خاطر داعش او نورو طاقتونو سره يو کېږي، پرديو ته زارۍ کوي چې راسئ، يرغل وکړئ! موږ واک ته ورسوئ، بيا چې تاسو هره غوښتنه لرئ موږ به يې وايي درته پوره کوو.پای
    https://hindukushpa.com/%D8%AF-%D8%

  4. بسم الله الرحمن الرحیم تاسو پورته یواځې د افشار لیکلی . وروڼو ټول کابل تر افشارو کم نه و. دچهلستون د زنانه وو، ماشومانو قتل د کابل د زاړه ښار، مکرویانو ، قلعه زمانخان …لنډه دا چې ټلو کابل په وینو. سور و تاسو پورته لیکلی چی افشار کی ښځې او ماشومان قتل شول. دا خو تول ښار کی و تنها افشار نه و. نور ټول ښار کی بی ناموسی ګانلی وشوی او بیایی قتل کړل… سروبی کی تر دی بتر وخشت و… خو فرق دا دی چی افشار او غرب کابل بازخاستګر لری. نرغوندی خپل غږ اوچتوی تیرو شلو کلو کی غرب کابل کی د کاج په مکتب همله وشوه دوی ملل متحد ولړزاو افرین یی خو زمو ږلایتو کی چی بسته کلی بمبارد. په جنازو او ودونو بمونه وغورځول شول ګونګیان بی زبانه ورته خوشحاله وو چی ورځه جنت ته لاړل. په هلمند څه حال و. اوو تنه زموږ هزاره ورڼه چی دالنصر له ډدلی استراحت کولو ته راتلل داعشانو لاره کی ووژل محقق کوفی عنان له ګریوانه ونیو سویډن کی یی اوه نیم زره هزاره ګانو ته پناهندګی واخیسته او مخکی تر مخکی یی هلته کورونه او کارونه ورته برابر کړل. قلعچه او بینیحصار خوارانو تر اووه کلنی پرتوګ نه پېژاند، د غرب کابل زرګونه ځوانان اروپا او هند ته تحصیل ته تلل زموږ لوګر وردګ قندهار هلمند کی دمکتبی سر پرې کید. وروره دغرب کابل لپاره یی ۲۴ساعته برق درلود خو ارزان قیمت په سپرو خاور کی تیاره کی ګرځیدل، دغرب کابل هره کوڅه کی کورس او مکتب و دی ته وایی مشر. راسه دپښون ټرن ظاهر قدیر ګوره او الله ګل ګوره او دا نور یی ورسره . تعصب ښه نه ده وروڼو تاسو یواځی دیو قوم خبره کوی ټول افغانسان تول مسلمانان ټول بشریت ته په یو نظر وګورئ. همدا اوس بامیان غرب کابل دایکندی کی هیڅو ک نه قتبل کیږی خو پکتیا ننګرهار کنړ هلمند او کندهار کی مرموز قتلونو کی سلګونه ځوانان ووژل شول. همدا اوس مهدی د هزاره ورڼو داسی یو قوی ګوند جوړ کړی هره ورځ مجلسونه کوی او له امارت امتازات اخلیورکو د اقتصاد د وزارت معین یی د پیسو ویشلو او ورکولو په شمار ستړی شو … ورکوه یې
    آخ پښتونه زړه دی را کی شن که په دنیا نوم بد شو هم مظلوم یاستو هم خلک راپورې خاندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د زړه سفر – د اصحاب الکهف غار ته | سیداحمدشاه سادات

د حضرت شعیب علیه‌السلام له مبارکې مقبرې چې راووتم، د زړه په کُنج کې یو پټ غږ راپورته شو. دا غږ نه د باد...