شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهسریلانکا له افغانستانه لومړۍ یو ورځینۍ سیالي وګټله

سریلانکا له افغانستانه لومړۍ یو ورځینۍ سیالي وګټله

تاند (جمعه، د دلوې ۲۰ مه) سریلانکا له افغانستان څخه د درو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ مسابقه نن په ۴۲ منډو وګټله.

د دې سیالۍ پچه افغان لوبډلې ګټلې وه او لومړی یې سریلانکا ته د بیټنګ بلنه ورکړه خو د سریلانکا لومړیو دوو لوبغاړو یا پرانستګرو نه ماتېدونکی بیټنګ وکړ. پتوم نیسانکا په یوسلو ۳۹ توپونو ۲۱۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

له ده سره ایوشکا فریندادو ۸۸ منډې وکړې. دوی افغانستان ته د ۳۸۲ منډو لوړ هدف وټاکه.

د سریلانکا خلاف د افغانستان د ټیم پرانستګر لوبغاړي یو په بل پسې بې له دې چې منډې وکړي، وسوځېدل. ګوربز ۱، ابراهیم ځدراڼ، ۴، حشمت الله شهیدي ۷، او ګلبدین نایب ۱۶ منډې وکړای شوې. خو محمد نبي او عظمت الله عمرزي د افغانستان بیټنګ ته ساه ورکړه.

نبي په ۱۳۰ توپونو ۱۳۶ او عظمت الله عمرزي په ۱۱۵ توپونو ۱۴۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دا په نړیوال کرکټ کې د ښاغلي عمرزي لومړنۍ سلیزه وه.

تر دې وړاندې سریلانکا یوازینۍ ټیستلوبه هم په ۱۰ ویکټونو ګټلې وه.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا لوبډلې دوې نورې یو ورځینۍ او همداراز ۳ شل اوره سیالۍ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب