چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+فدرالیزم | متقاعد جنرال دولت وزیري

فدرالیزم | متقاعد جنرال دولت وزیري

په دې ورځو کې د ځینو کسانو له خوا د فیدرالیزم په نامه غږونه پورته کیږي. وايې: اړینه ده چې په افغانستان کې د حکومت شکل فیدرالي وي. ما وغوښتل چې خپل نظر په افغانستان کې د فدرالیزم په هکله د دوستانو سره شریک کړم.

فدرالیزم یوه لاتینې کلمه ده چې د فندوس یا فدریشن څخه اخيستل شوې ده. معنی يې یووالی یا عهد او پیمان ته وايې. په اصطلاح کې هغه حکومتي سیستم ته وایې چې په یوه غیر متمرکز نظام کې سره راټول شوي وي.
په عمومي توګه حکومتونه یا واکمنۍ په دوو برخو ویشلای شو,:

یو ډول يې استبدادي یا غیر دموکراتیک حکومتونه دي. په دې ډول حکومتونو کې واک د یوه شخص يا يوې کورني په لاس کې وي. د خلکو رايې ته درناوی نه کوئ څه يې چې زړه غواړي تر سره کوي يې.
په دې ډول حکومتونو کې کودتايې حکومتونه، دیکتاتور حکومتونه او مطلقه شاهي حکومتونه راځي.
دویم ډول يې جمهوري یا دموکرات حکومتونه دي.

په دې ډول حکومتونو کې واک د خلکو په لاس کې وي. یا په بل عبارت د خلکو حکومت په خلکو باندې واکمن وي.
چې البته د اسلام له خلیفه ګانو څخه وروسته بله کومه داسې نمونه تر اوسه په نړۍ کې نه ده لیدل شوي.
یو درېيم شکل. هم وجود لري چې هغه شکل ته د انارشیزم یا د ګډوډۍ حکومتونه وايې.

په دې ډول حالاتو کې هلته د ځنګله په څیر هیڅ قانون وجود نه لري. هر څوک چې زورور وي واک د هغه سره وي.
تر اوسه نړۍ د حکومتونو مختلف ډولونه په مختلفو نومونو تجربه کړي دي. خو ډیر مشهور يې زما په فکر دا ډول حکومتونو ته ویلای شو,:

مطلقه شاهي حکومتونه
مشروطه شاهي حکومتونه
سوسيالستي حکومتونه
کمونستي حکومتونه
ديکتاتوري حکومتونه
امپراتوري حکومتونه
امارتي حکومتونه
متحد امارتي حکومتونه
فاشيستي حکومتونه
بې له قانونه یا انارشیستي واکمنۍ
جمهوري متمرکز حکمتونه
جمهوري پارلماني حکومتونه
جمهوري کنفدریشن حکومتونه
فیدرالي یا فدریشن حکومتونه

زما موخه دلته د فيدرالي یا فدریشن حکومت څخه ده.

فیدرالي ډول حکومت هغه ډول حکومت ته وايې چې د جمهوري حکومت په چوکاټ کې غیر متمرکز سیستم ولري. دا په دې مانا ده چې بهرنی سیاست او نظامي واک د مرکزي حکومت په لاس کي وي او نور هر ایالت کورنۍ خپلواکي، خپل قوانین، کورنی سیاست او خپله بودجه او خپل پارلمان ولري. خو په ټوله کې د مرکزي فدرالي حکومت د قانون لاندې ژوند کوي.

په جمهوري حکومتونو کې که هر ډول يې وي، خو چې واک په رښتیا د خلکو په لاس کې وي او حکومت د خلکو د غږ او غوښتنو استازیتوب وکړي. همغه شکل يې سم حکومت دی.

که چيرې د حکومت شکل مشروطه شاهي، متحد امارتي او یا امارتي حکومتونه وي چې واکمن بیا هم د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو سره سم واک وچلوي. بیا هم زما په فکر د حکومت شکل يې فرق نه کوي،.موږ يې په نړۍ کې د مشروطه شاهي نظامونو ډیر مثالونه لرو لکه د بریتانیا، هسپاني، بلجیم او نور مشروطه شاهي حکومتونه.

متحد امارتي حکومت لکه د متحده عربي اماراتو حکومت. امارتي حکومت لکه د افغانستان اسلامي امارت.

جمهوري متمرکز حکمتونه لکه د ازربایجان، ازبکستان، فرانسيې او نور حکومتونه. جمهوري پارلماني حکومتونه لکه د هندوستان، بنګلدیش او نور حکومتونه.

فدرالي حکومتونه په نړۍ کې ډیر وجود لري لکه د المان فدرالي حکونت، د روسيې فدرالي حکومت او نور.

فدرالي حکومتونه دحکومتونو ډیر عالي شکل دی. ځکه واک ویشل شوي وي یو کس یا یوه ډله نه شي کولای چې په اسانه توګه د نورو حق وخوري. خو دغه شکل حکومت په هغه صورت کې بریالی وي چې ملت واحد وي، مرکزي غښتلی سیستم وجود ولري، په هیواد کې ملي وحدت تامین وي، وسله وال قوتونه غښتلي او ملي وي، واحد بهرنی سیاست وي.ټول مرکزي حکومت ته وفادار او ځواب ورکوونکي وي.

د هیواد د تجزيې ویره وجود ونه لري. له هرې خوا د تجزيې غږونه نه وي. د ګاونډیانو لاسوهنه نه وي. نړیوالي ستونزي هم نه وي او یا کمي وي. هیواد یو څه نا څه په خپلو پښو ولاړ وي.

په داسې شرایطو کې که چیرې د یوه هیواد د حکومت شکل فدرالي وي بې له ګټې زیان نه لري.

راځو اوس زموږ هیواد ته چې ایا د فدرالیزم لپاره شرایط اماده دي او که د فدرالیزم د اعلان سره سم هیواد ټوټه او د تجزيې خواته درومي.

که سترګې پټې نه کړو او خدای ج حاضر وګڼو د اوس لپاره فیدرالیزم زموږ د هیواد لپاره له زهرو ډکه مړۍ ده چې د ملي یووالي د دښمنانو لخوا په ډیر مهارت تياريږي.

په هیواد کې تر اوسه په واقعي توګه واحد ملت وجود نه لري چې عاملین يې هم همدغه ښاغلي دي. هیواد کې بهرني استخبارات تر ستوني را رسیدلي دي چې البته د دې مسؤلیت هم د همدغو ښاغلو په اوږو دی.

خلک مو بېوزلي او تر اوسه د فیدرالیزم د مفهوم او مانا سره آشنا نه دي، چې. د دې ګرمه هم د دوی په غاړه ده، ځکه دوی دي چې تل ملت جګړې ته هڅوي او نه پریږدي چې ملت په هوساينه کې ژوند وکړي.

دا او دې ته ورته ډیرې نیمګړتیاوي دي چې د اوس لپاره حتا د فیدرالیزم د نوم اخیستل هم د کوكونارو هغه ښکلې ګل ته ورته والی لري چې حاصل يې د هیواد د درې نیم میلیونو ځوانانو د تباهۍ سبب ګرځيدلي دی.

راځئ لومړی یو واحد ملت شو. مرکزي غښتلی حکومت او مرکزي غښتلی ملي وسله وال پوځ جوړ کړو. یو او بل ته د درناوي دود خپل کړو. د بې اتفاقیو او جګړو لاس پر سر شو.

د یوه افغان د چتر لاندې راټول شو. په دغه صورت کې که د نظام شکل فیدرالي وي بې له ګټي هیڅ ډول زیان به نه لري.
مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب