شنبه, مې 4, 2024
Home+د چين د پسرلني اختر هنري ننداره | جان روان ځاځی

د چين د پسرلني اختر هنري ننداره | جان روان ځاځی

په چين کې د هر کرنيز کال په وروستۍ شپه هنري ننداره ترسره کيږي او په سبا یې د نوي کرنيز کال لومړۍ ورځ يا پسرلنی اختر وي.

د نوي کرنيز کال لومړۍ ورځ په چين کې تر ټولو لوی او مهم اختر وي او په وياړ يې په ټول هېواد کې يوه اوونۍ رخصتي وي او هر وګړی يې هڅې کوي، چې خپلې کورنۍ او ملګرو سره يو ځای دغه اختر ولمانځي. ملګرو ملتونو هم د  تېر ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۲۲مې نېټې د چين پسرلنی اختر د دغه سازمان د رخصتۍ په توګه اعلان کړی دی.

هغه چينايان چې په نورو ځایونو کې کار او دندې لري، پوره هڅې کوي، چې خپلو ټاټوبو ته ولاړ شي او دغه اختر له خپلې کورنۍ سره يو ځای ولمانځي.

د پسرلني اختر سږنۍ هنري ننداره د فبرورۍ په نهمه نېټه د ماښام په اتو بجو په ژوندۍ بڼه خپره شوه، چې په ګردې نړۍ کې به د هنر مينوالو د ټلويزيونونو پر ښېښو ننداره کړې وي.

د پسرلني اختر سږنۍ هنري ننداره د چين له پنځو ښارونو خپره شوې، چې عمومي صحنه يا سټېج يې د چين په پلازمينې بېجینګ کې او څلور نور فرعي سټېجونه يې د دغه هېواد په څلورو ښارونو (د شنيانګ ولایت لياونينګ ښار، د هو نان ولایت چانګ شا ښار، د شان شي ولایت شي ان ښار او د شينجيانګ ويغور کورواکې سیمې کاشغر ښار) کې وو.

په سږنۍ  هنري  نندارې کې د چينايانو تر څنګ بهرنيانو هم برخه اخيستې وه.

په چين کې له ۱۹۸۳م کال يعنې له تېرو ۴۱ کلونو راهیسې د هر کال د وروستۍ ورځې په ماښام د نوي کرنيز کال يا د پسرلني اختر په پار هنري ننداره ترسره کيږي، چې چینایان يې چون وان بولي او د پروګرامونو محتويات او تخنیکونه يې د چین په ټلويزیوني هنري پروګرامونو کې تر ټولو لوړه سویه لري.

د روان کال په ماښامنۍ هنري نندارې کې د وي ار (VR) فلم جوړونې ماډل استعمال شوی، چې د اېکس ار+ وي پي(XR+VP)  لوړې ټېکنالوژۍ سیسټم پکې کارول شوی دی.

 په دغې هنري نندارې کې د سندرو، نڅاوو، ټوکو ټکالو، تمثیلي ټوټو، چيني اوپېراګانو، وو شو يا کونګفو، جاودګرۍ، اکروباتيک، ميوزيک ډرامو او  لنډو فلمونو په ګډون ډول ډول پروګرامونه نندارې ته وړاندې شوي دي .

سږنۍ هنري ننداره د نړۍ  په ۲۰۰ هېوادونو او سيمو کې پر ۲۱۰۰ خبري رسنيو په ژوندۍ بڼه خپره شوې او دغه راز د نړۍ د شپږو لویو وچو د ۴۹ هېوادونو د ۹۰ ښارونو په عامو تفريحي ځايونو کې پر۳۰۰۰ برېښنايي پردو هم  د يادې هنري نندارې پروګرامونه خپاره شوي دي.

 د چين د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره په نړۍ کې د نورو نندارو په پرتله ډېر کتونکي لري، چې د ګېنس نړیوالو ريکارډونو کتاب کې يې هم نوم لیکل شوی دی.

 دغه هنري ننداره د چينايانو لپاره يوه لویه کلتوري مېله ګرځېدلې، چې د نړۍ په هر هېواد کې مېشت چينايان او چیني الاصله بهرنيان يې ګوري او نړۍ ته د چيني کلتور او دوديز پسرلني اختر د ورپېژندلو کړکۍ هم بلل کيږي.

چين ميډيا ګروپ ياده هنري ننداره پر خپلو انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي چینلونو په ژوندۍ بڼه خپره کړې او د دې ترڅنګ د امريکې، کاناډا، بريتانيې، فرانسې، جرمني، ايټالیې، روسيې، جاپان……………او کينيا په ګډون د نړۍ د ۲۰۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۱۰۰ رسنيو هم ياده هنري ننداره په ژوندۍ بڼه خپره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب