Homeداسې هم شتهساینسناسا د مځکې د څارلو لپاره سپوږمکۍ مدار ته واستوله

ناسا د مځکې د څارلو لپاره سپوږمکۍ مدار ته واستوله

تاند- ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې د مځکې د څارلو لپاره یوه نوې ډېره قیمتي سپوږمکۍ د مځکې مدار ته واستوله.

دا سپوږمکي پېس (Pace) نومېږي.

د دې سپوږمکۍ له استولو سره، چې نژدې یو میلیارد ډالره پرې لګښت شوی، د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ مخالفت کاوه.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، دا سپوږمکۍ په فلوریدا ایالت کې د کیپ کاناورال له فضايي مرکزه د سپېس ایکس د فالکن ۹ توغندي په وسیله واستول شوه.

پېس به په مدار کې له فعالیدو وروسته د مځکې د مدار د اتومسفیر او هوا په اړه څېړنه کوي او همداراز به په لومړي وار د څلورو سمندرونو د وضعیت په اړه څېړونکو ته معلومات برابروي.

دا سپوږمکۍ به په بې ساري ډول د سمندرونو بیالوژي انسانانو ته وښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...