یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپه کابل او پروان کې د عامه نظم لسګونه ګډوډوونکي ونیول شول

په کابل او پروان کې د عامه نظم لسګونه ګډوډوونکي ونیول شول

تاند(چهار شنبه، د سنبلې ۱۹) د کابل او پروان پولیسو د شهید په ورځ لسګونه لنډغر، چې د ښار او ښاریانو امنیت یې خراباوه، نیولي دي.

د کابل پولیس وايي، د عامه نظم او امنیت ۳۵ ګډوډوونکي یې د ښار په بېلابېلو برخو کې نیولي دي.

د پولیسو په وینا، دغو کسانو د شهید اوونۍ د لمانځونکي کمیسیون د پرېکړې خلاف هوايي ډزې کړي او د کابل ښاریانو امنیت یې ګواښلی دی.

د کابل پولیس وايي چې د نیول شویو کسانو وسلې او موټرونه یې هم ضبط کړي دي.

له بلې خوا د پروان ولایت چارواکي وايي چې د یوې نامسوولې وسله والې ډلې ۱۵ غړي یې نیولي دي.

د پروان د سیدخېل ولسوال لمرعثمانیار د دې ۱۵ کسیزې ډلې نیول کېدا تایید کړه، ویې ویل چې هغوی پرون (سې شنبه) ناوخته ونیول شول.

د شهید اوونۍ هر کال د وژل شوۍ قوماندان احمدشاه مسعود پلویان د ګډوډیو په جوړولو لمانځي.

د مسعود پلویان په دې ورځ په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې له وسلو سره راوځي، عام نظم ګډوډوي، ډزې کوي چې ډېر ځل یې په ترڅ کې عام ښاریان وژل کېږي یا ټپیان کېږي.

دا کسان حتي د خپلو یو شمېر مشرانو غوښتنه هم نه مني او بې نظمۍ ته دوام ورکوي.

په تېرو کلونو کې یې د دغو خپلسرو وسله والو له منځه ځینې د لنډ وخت لپاره نیول شوي خو د دې لپاره چې خواخوږي یې په حکومت کې لوړې چوکۍ لري، بېرته خوشي شوي.

2 COMMENTS

  1. ژوندی دوی لنډغران لعنت په بی کفایته،ډارن اونالایقه ولسمشرانولکه کرزی اواشرف غنی .

  2. ژوندي دې وي لنډغران، مرګ په اشرپک فقیر او کرزي خاین !!
    څه غیرتي او باوجدانه او بااحساسه لنډغران دي، تل مو خدای دې خاورې ته د خدمت لپاره ژوندي لره. .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب