Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان وايي، افغانستان ته یې صادرات کم شوي

پاکستان وايي، افغانستان ته یې صادرات کم شوي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۱۸) پاکستان وايي، د روان مالي کال په لومړۍ میاشت کې یې افغانستان ته صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۴۳ اعشاریه ۶۱ کم شوي دي.

د پاکستان سټېټ بانک، چې د دغه هیواد د وارداتو او صادراتو شمېرې اعلانوي، وايي چې د سږ کال په جولای میاشت کې افغانستان ته د پاکستان ټول صادرات ۶۱ ملیونه او ۲۵۵ ډالره وو، حال دا چې د تېر کال په همدې میاشت کې ۱۰۸ ملیونه او ۶۴۲ ملیون ډالرو ته رسېدل. په دې حساب افغانستان ته د پاکستان صادرات په سلو کې ۴۳ اعشاریه ۶۱ لږ شوي دي.

په مجموع کې د روان مالي کال په لومړۍ میاشت کې نورو هیوادونو ته هم د پاکستان صادرات کم شوي دي.

د پاکستان سټېټ (مرکزي) بانک وايي نورو هیوادونو ته د پاکستان صادرات په ۲۰۱۹ کې ۲ ملیارده او ۲۱۶ ملیون ډالره وو خو د روان مالي کال په لومړۍ میاشت کې ۱ ملیارد او ۸۹۳ ملیون ډالرو ته کم شوي چې په سلو کې ۱۴ اعشاریه ۵۷ کموالی ښيي.

له بلې خوا په ورته موده کې له افغانستانه د پاکستان واردات ۴ اعشاریه ۲۱۶ ډالره وو، حال دا چې د ۲۰۱۹ په جولای کې ۹ ملیونه او ۷۵۲ ډالره وو.

د دې مطلب دا دی چې د سږ کال په جولای کې له افغانستانه د پاکستان واردات په سلو کې ۵۶ اعشاریه ۷۶ کم شوي دي.

د پاکستان له لوري د لارو بیا بیا بندول، په ځانګړي ډول کله چې د افغانستان د مېوو د صادراتو وخت وي، د دوو هیوادونو ترمنځ د راکړو ورکړو د کمېدو سبب شوي.

د دې په مقابل کې له ایران څخه د افغانستان واردات په بې ساري ډول زیات شوي دي. ایران وايي، سږ کال به یې افغانستان ته صادرات ۳ ملیارد ډالرو ته ورسېږي.

خو ګومان نه کېږي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات یو ملیارد ډالرو ته ورسېږي.

1 COMMENT

  1. له دې معلوميږي چې مسعود ملي قهرمان یا اتل ندی . یواځې په کابل او پروان کې یو څو محدود پیروان لري . هغوی هم د خپل مشر د مړینې ورځ په خشونت اوګډوډیو سره لمانځې چې دا د جنګ او خشونت تر ټول بې فرهنګه او ذلیله لار ده .
    شهیدانو ته درناوی د ولس په زورولو ، بې امنیتي جوړولو ، وحشت خپرولو او تهدید په قیمت تمامیږي چې دا خپله یو ډول وحشت او ترهګري ده . د نړۍ په هېڅ بېرته پاتې هېواد کې داسې یو رسم او رواج نشته .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...