جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د کان ښویېدو پېښې ۱۹ کسان مړه کړي

پاکستان: د کان ښویېدو پېښې ۱۹ کسان مړه کړي

تاند(سه شنبه، د سنبلې ۱۸) په پاکستان هیواد کې د یو کان ښویېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ کان کېدونکي مړه شوي دي.

راپورونه وایي چې دا پېښه د پاکستان په شمال لویدیځه سیمه د خیبر پښتونخوا په مهمند دره کې د مرمر ډبرو په یو کان کې رامنځته شوې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۱۹ کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

راپورونه د سیمه ییزو چارواکو له قوله وایي چې ژغورنکې ډلې سیمې ته رسېدلې او تر اوسه یې اووه کارګر ژغورلي دي.

چارواکي وایي چې له ۱۵ تر ۲۰ نور کسان لا هم نادرکه دي او ښایي تر ډبرو لاندې وي.

د کان ښوییدنې پیښې ډیر کله په نړۍ کې رامنځ ته کیږي چې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

3 COMMENTS

  1. پښتونخوا ته د پاکستان نوم مه ورکوئ……….. رسنۍ بايد محتاطې واوسي.
    مننه

    پښتونخوا: د کان ښویېدو پېښې ۱۹ کسان مړه کړي

    تاند(سه شنبه، د سنبلې ۱۸) په پښتونخوا کې د یو کان ښویېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ کان کېدونکي مړه شوي دي.

    راپورونه وایي چې دا پېښه د خیبر پښتونخوا په مومند دره کې د مرمر ډبرو په یو کان کې رامنځته شوې ده.

  2. پښتونخوا د لوی افغانستان يو لوی ولايت دی پاکستان پورې نښلول يې ملي خيانت دی.
    پاکستان يو جعلي هېواد چې انګريزانو پرې د هند مسلمانان کمزوري او درې ټوټې کړل، داسې نامنل شوي هېواد سره د افغانستان د پښتونخوا نښلول ستاسو لويه بې کفايتي ښيي.
    بيا ځل داسې پروپاګند څخه ډډه وکړئ. مننه

  3. تاندوالو ورونو ستاسو اداره او ویبپاڼه مونږ په پوره معنی ملی ګڼو، تاسو باید عاقله اسد ته ویلی وای، چه د پاکستان هیواد تری لرې کړی. سبا به عاقله اسد په خپله لیکنه کی ولیکی چه د……. هیواد دکنړ په غره کی د ډبرو په یو کان کی پیښه رامنځته شویده، نو دتاند اداره خو به دومره فکر کوی چه کنړ په کوم هیواد پوری اړه لری. ځکه د بنیادی او اساسی کلیمو مسولیت د تاند اداری په غاړه دی. که غواړی چه تاند تل ملی او بی پری اداره اوسی، نو دغه لیکنه واپس عاقله اسد ته ولیږی چه د پاکستان هیواد تری لري کړی. او که چیرته دغه کار و نکړی نو زه به د یوافغان په حیث د تاند ویبپانی د لیدلو، لوستلو او تبصرو لیکلو څخه ډه ډه وکړم.
    په درناوی
    دورانی افغان

    راپورونه وایي چې دا پېښه د خیبر پښتونخوا په مهمند دره کې د مرمر ډبرو په یو کان کې رامنځته شوې ده.

    راپورونه وایي چې دا پېښه د کوزی پښتونخوا په مهمند دره کې د مرمر ډبرو په یو کان کې رامنځته شوې ده.

    راپورونه وایي چې دا پېښه د کوزی د ډویرنډ پولی ته څیرمه په مهمند دره کې د مرمر ډبرو په یو کان کې رامنځته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب