دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله وايي، غواړي له طالبانو سره د دښمنۍ فصل پای ته...

عبدالله عبدالله وايي، غواړي له طالبانو سره د دښمنۍ فصل پای ته ورسوي

تاند، سه شنبه د سنبلې ۱۸مه: د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي په هېواد کې د شته اختلافاتو حل لاره جنګ او تاوتریخوالي نه بلکې خبرې اترې دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په هېواد کې د اختلافونو د حل لار جنګ او تاوتریخوالی نه، بلکې خبرې اترې دي او له همدې امله غواړي له طالبانو سره د دښمنۍ فصل پای ته ورسوي.

نوموړي نن په کابل کې د شهید اونۍ د درناوي مراسمو ته په خپله وینا کې ویلي، ښایي طالبانو سره د نظر اختلاف ولري او کېدای شي دا اختلافات ډېر حساس پړاو ته ورسېږي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې دا اختلافات په دې مانا نه دي چې دوی یو بل سره دښمني لري.

که څه هغه د کوم چا یا ډلې نوم نه دی ذکر کړی، خو وايي د افغانستان دښمنان هغه څوک دي چې د دې هېواد په عزت او وحدت پسې یې رااخیستې ده او د بربادۍ خواته یې بیایي.

د ملي روغې جوړې مشر یو ځا بیا ټينګار کړی چې د نظرونو د اختلاف یوازینی حل مذاکرات کېدای شي او باید ددغو اختلافاتو لپاره په ګډه هڅه وشي.

خبرپاڼې د عبدالله له قوله لیکلي، باید په ټول هېواد کې سوله تامین او ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي، تر څو د نظر اختلافات یو ځل بیا جګړو او وینې تویېدنې ته ونه رسېږي.

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي که بیا هم پر افغانانو جنګ تحمیلیږي، نو یواځینۍ چاره چې افغانان یې باید تر سره کړي، په خپلو کې یووالی دی، څو په ګډه د افغان ملت له دښمنانو سره مبارزه وکړي.

1 COMMENT

  1. تر طالب د جمعيت بانډ غړي د افغانستان دښمنان دي جمعيت بانډ چې راولپنډۍ کې پنجابي جنرالانو جوړ کړ او د افغانستان اتحاد او شته يې پرې له منځه يوړل تر هغه وروسته ددغه بانډ غړي هرې خواته کوښښ کوي بادار ولري او د هغوی په مرسته واکمن ووسي.
    اوس وخت کې د امريکا پر مټ دغه بانډ په ټول افغانستان واکمن دی د غني او کرزی په خپل ځای بې واکه او سمبوليک رول لري او درلود يې.
    د سولې تر راتلو وروسته تاسو ټولو سره حساب شونی دی د څلويښت کلن ناورين قتل او غارت ځواب ستاسو په شمول ټول هغه کسان بايد ووايي چې پکې ښکېل وو. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب