Homeخبرونهننګرهار کې ۱۶۰ قلمه تاریخي اثار تر لاسه شول

ننګرهار کې ۱۶۰ قلمه تاریخي اثار تر لاسه شول

تاند، سه شنبه د سنبلې ۱۸مه: د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې ۱۶۰ قلمه تاریخي اثار کشف شوي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا تاریخي اثار یې د جلال اباد ښار اړوند سبزاباد غونډۍ کې د کیندنو په پایله کې تر لاسه کړي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دا تاریخي اثار د اسلامي، کوشاني او بودایي دورو سره تعلق لري.

سرچینه زیاتوي یاد تاریخي اثار یې د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارلي دي.

د تاریخي ابداتو او لرغون پيژندنو مسئولین وايي، ښايي د سبزاباد ساحه کې نور تاریخي اثار هم شتون ولري.

په خبرپاڼه کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحيم الله خوږياڼي په حواله راغلي، دوی غواړي په دې ساحه کې د تاریخي اثارو کیندنو او پلټنو ته دوام ورکړي.

د خوګیاڼي په خبره تر اوسه په ختیځ کې موزیم نشته چې دوی یې د جوړېدو هڅې کوي.

1 COMMENT

  1. خوګیاڼی صاحب ، په نړۍ کې هر هېواد ، هر ولایت او اکثرا ولسوالۍ یا ناحې خپل موزیمونه لري . لطفا د خپل ولایت د تاریخي آثارو د ساتلو او د افغانستان د نورو ولایتونو مېلمنو او نړیوالو ته د ښودلو لپاره وړاندې کړئ . هرکال به د یو معین مقدار عایداتو ترلاسه کولو ترڅنګ خپل کلتور او پخواني لرغوني آبدات ولس او نړیوالو ته معرفي کړئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...