یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهزلمي خلیلزاد او قطري چارواکو له طالب مشرانو سره په یو شمېر...

زلمي خلیلزاد او قطري چارواکو له طالب مشرانو سره په یو شمېر مسایلو خبرې کړي

تاند، سه شنبه د سنبلې ۱۸مه: د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، یو شمېر طالب مشرانو له قطري او امریکايي چارواکو سره خبرې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک وایي د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس ملا برادر اخند، د مرکچي ټیم مشر شیخ عبدالحکیم او یو شمیر نورو غړو د قطر هېواد د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبد الرحمن آل ثاني او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتنه کړې ده.

د ښاغلي وردک په خبره په دې لیدنه کې د بندیانو د خلاصون پروسې د ژر نهايي کیدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل اړوند موضوعاتو په تړاو بحث او هر اړخیزې خبرې وشوې.

نوموړی وايي تر دې دمه د زندانیانو د خوشې کولو پروسه نه ده تکمیل شوې او چې دا پروسه بشپړه شي د طالبانو مذاکره کوونکی پلاوی خبرو ته تیار دی.

د هغه په وینا اوسمهال د بندیانو پر خوشې کولو خبرې روانې دي او هیله ده چې ژر یوې پایلې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت ۵۵۰۰ طالب بندیان خوشي کړي دي، خو طالبان بیا تر اوسه یې ټول بندیان نه دي خوشې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب