چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهطالبانو د پنجشېر پرآبشار ولسوالۍ برید کړی او خلک یې برمته نیولي

طالبانو د پنجشېر پرآبشار ولسوالۍ برید کړی او خلک یې برمته نیولي

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۱۸) د پنجشېر د آبشار ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې وسله والو طالبانو د لغمان او نورستان له لوري پر آبشار ولسوالۍ وسله وال برید کړی او خلک یې برمته کړي دي.

بل لورته د پنجشیر ولایت د ولایتي شورا غړي هم دغه خبر تائیدوي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس عزام الدین مرضايي وایي، چې وسله والو طالبانو نن تر غرمې وړاندې د آبشار ولسوالۍ د غلغلې ښار نومې سیمه کې برید کړی دی.

مرضایي دا هم منلې، چې طالبانو ځینې کسان له ځان سره برمته کړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په ورته مهال د پنجشېر د پریان ولسوالۍ اوسېدونکي هم اندېښنه لري او وایي، چې طالبان د نورستان له لارې دې ولسوالۍ ته ننوتي او په ایلاق غره ییزه سیمه کې عام خلک ځوروي.

https://taand.net/%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d9%85%d9%88-%d8%af%da%9a%d9%85%d9%86%d8%a7%d9%86-%d8%af%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d9%87%db%90%da%85%da%a9%d9%84%d9%87-%d8%a8%d9%87-%d8%aa/

خو د پنجشېرامنیتي چارواکي بیا ډاډ ورکوي، چې ژر به په یادو ولسوالیو کې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په تېره ۱۹ کلنه جګړه کې پنجشیر تر ټولو امن ولایت و او طالبانو پکې تر دې دمه هېڅ راز جګړه او وسله واله نښته نه وه کړې.

3 COMMENTS

  1. صالح ګله مونږ خو ښه سره پيژنو کله چې ته پخوا وختو کې المان ته راغلی وي نو ټول ستمیان درته راغلي وو خو مونږ هم یو نفر درټيله که چې د مجلس احوال راوړي ! ته د طالب مخا لفت نکوي بلکې د پښتون سره مخالفت کوي او له پښتانه څخه د نفرت راځي ! خو په خپله کینه کې به مړ شي او پښتانه به په افغانستان کې واکمن پاتې وي !!

  2. ښاغلی امرالله صالح د افغانستان یوه غښتلې وفاداره او په خپل هیواد او خاوره میئین شخصیت او د اوسني نظام کلک ملاتړی دی. نوموړی په پښتو او دري ژبې خبرې کوي، او هیڅ رنګه تعصب او نفرت نلري.
    امظلوم صیب، تاسې نشۍ کولی چې په دې بهانه پښتانه او یا هم ټول افغانان وغولوۍ او په خپلو کې یې قامپرستۍ او نفرت او تربکنۍ ته راکښ کړۍ.
    په افغانستان کې به هغه څوک واکمنیږي چې د دیموکراتیکو اصولو سره سم وطن ته د کار او خدمت کولو لیاقت او اهلیت ولري ، هیڅ پروا نه کوي چې په څوکۍ څوک کیني.
    دمګړۍ ښاغلی امرالله صالح د ولسمشر لومړی مرستیال دی، او ښه لایقه او ریښتنی افغان، د یاد ځوان او ریښتني افغانان دښمنان ای ایس ای پاکستانیان، طالب او ترهګر کیدلای شي، نن سبا کې دی هم په طالب، ای ایس ای او ډیورنډ سترګه نه سوځوي او تل نره خبره کوي.
    ښاغلی امرالله صالح، ښاغلی رحمت الله نبیل، ولسمشر غني ، جنرال خوشحال سادات، ښاغلی نجیب ننګیال، ښاغلی ادریس ستانکزی او ښاغلی حمدالله محب د دې وطن ننګیالي او وفاداره څیرې دي .

  3. طالبان بايد د پنجشير ولايت د يو څه لپاره ونيسي ترڅو لنډغران لږ اصلاح کړي حکومت مسکين هسې هم ځوړند‌غوږونه د خپلې بې شرمۍ ننداره کوي کابل کې يو څو کوڅه ډبي راووځي او حکومت ورته خړې خړې ګوري.
    د امرالله صالح په اړه به دومره ووايم چې د پښتنو لوی دښمن دی په تېرو کلونو کې يې امريکايانو ته ټول پښتانه طالب او القاعده معرفي کړل او د ډېرو بې ګناه پښتنو کلي يې پرې بمبارد کړي.
    اوس که صالح پښتو وايي يا نه دده ګناهونه نه بښل کېږي او ځواب بايد ووايي.
    څوک چې افغانيت لري، اسلاميت لري او غيرت لري هغوی ددې پاکې خاورې حاکميت بايد پر غاړه واخلي.
    اوسني للو او پنجو چارواکي له خارجه راغلي ټاميان ددې خاورې د ساتلو او ابادولو وړتيا نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب