سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهصالح: طالبان مو دښمنان دي او هیڅکله به تر ملي ارزښتونو ورتېر...

صالح: طالبان مو دښمنان دي او هیڅکله به تر ملي ارزښتونو ورتېر نشو

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۱۸) د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرلله صالح وایي، طالبانو ته د دښمن په سترګه ګوري او هېڅ وخت به ترخپلو ملي ارزښتونو ورتېر نه شي.

نوموړي، چې نن یې د شهید اونۍ په مناسبت د لویې جرګې په تالارکې خبرې کولې وویل، دوی سرې کرښې لري او د سولې په ټولو تګلاروکې ولسمشر د احمدشاه مسعود د فکر ملاتړی دی.

د امرالله صالح په خبره نننۍ غونډې ته د ولسمشر واضح پیغام دادی، چې د سولې په ټولو خبرو کې به د احمدشاه مسعود فکر او نظر ددوی اصلي تګلاره وي او پر همدې بنسټ به له طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ وړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې افغان حکومت خپلې سرې کرښې لري، چې هېڅ وخت به طالبانو ته ترې تېرنه شي او په وینا یې، چې په ټولو ژبو غواړي طالبانو ته دا خبره واضح کړي، څو جمهوریت سره کرښه ده او حکومت له دې کرښې نه شي تېرېدلی.

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، چې له طالبانو سره خبرې کوي، خو دا په دې مانا نه ، چې له خپلو ارزښتونو به تېرېږي.

هغه داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ټاکل شوې ډېر ژر په دوحه کې د افغان حکومت  او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.

https://taand.net/%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d9%84%d9%87-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d9%85%d8%ae-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%d8%af-%d9%be/

2 COMMENTS

  1. صالح بد کوي چې وایي: (د ولسمشر واضح پیغام دادی، چې د سولې په ټولو خبرو کې به د احمدشاه مسعود فکر او نظر ددوی اصلي تګلاره وي). د کوم احمدشاه مسعود؟ د هغه مسود چې د پرچمیانو سره په کودتا کې یې د دې هېواد هرڅه د ملي نوامیسو په شمول د خاورو سره خاورې کړل. دا هغه مسعود نه وو چې د افغانستان تر ټولو ملي ناموس چې وسله وال پوځ دی له مینځه یووړ او پر پنجابیانو یې خرڅ کړ. که چېرې بې همته او ډارن جمهور رئیس غني په رښتیا په همدې اند وي نو بیا دې وشرمېږي. دا د لنډغرو وچ زور دی چې د یوه ملي خاین څخه یې ملي اتل جوړ کړی. دا زمونږ د پښتنو لپاره د لوی شرم ځای دي. د بلې خوا څخه د هزاره عليپور ملېشې مکملې پوستې د وسایطو سره تښتوي، خو مزاري یې بیا د سولې شهید دی. دا د غني غیرت او همت دی!!!!! درناوي

  2. مسعود خو د چا پلار نه ده چې د افغانستان په ټولو مسايلو کې دې هر څه د لنډغرو وي او منل وي، نن چې په افغانستان کې پښتونو تر دې دمه قرباني کيږي بل هيچا دومره قرباني نه ده ورکړې. که د هلمند،قندهار ننګرهار،ميدان ور دګو… يو ورځنۍ وحشت په تاسو راسي افغانستان به په سعات کې پريږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب