شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتورسپین‌غر ادبي بهیر د اوونیزې ادبي ناستې راپور 

سپین‌غر ادبي بهیر د اوونیزې ادبي ناستې راپور 

راپور: راز خوږیاڼی

نېټه: ۱۳۹۸ د لیندۍ ۱۵ مه

سپین‌غر ادبي بهیر یارانو خپله شپږ دېرشمه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه ،دریځ چارې یې جمشېد تکل او ادریس فقیر سمبالولې، د قاري وحدت شیدا لۀ خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې مشري استاد محمد رازق ځلاند کوله او د مېلمه پر څوکۍ ورسره صفت الله سنګین ملګری و.

د تېرې ناستې راپور چې سنګر جانان‌خېل لیکلی وو، د هغۀ پۀ نشتون کې د جانان خدرخېل لۀ خوا ګډونوالو ته واورول شو، پر راپور صفت الله سنګین خبرې وکړې. هغۀ وویل که پۀ راپور کې د تېرې ناستې ستونزې، لاسته راوړنې او مثبت اړخونه راوړل شي لا بۀ خوندور وي.

پیلیزه وینا د دې ناستې مشر استاد محمد رازق ځلاند وکړه، هغۀ پۀ خپلو خبرو کې د کمېټې پۀ کارونو او لاسته راوړنو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې کوښښ بۀ وکړي تر څو فعالیتونه یې لا چټک او د بریا تر پولو ورسېږي، ځلاند لۀ ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه: هغه ولسي شاعران چې پۀ کلیو او لرو پرتو سیمو کې اوسېږي باید خبر او د بهیر ناستو ته راوستل شي چې تر اوسه ناخبره پاتې دي.

وروسته ازاده مشاعره وشوه چې استاد شمشېر، نجیب الله افسوس، محمد غوث نوري، قنداغا سهار، بریالي ملنګ، جانان خدرخېل، برکت اسیر، خوشال دراني، جمشېد تکل، استاد احمدالله چابک، محمداصف ساحلزي، بلال افضلي، تراب زهیر، ادریس اصغري، امید وصال، محمود ځلاند، راز خوږیاڼي، شریف الله خاکسار، وسیع الله ګوهرخېل، محمد عارف خوږیاڼي، مسکین‌یار دانش، نعمت الله زړۀ سواند، روح الله صمیم، جاوید افغان او جان ولي ثاقب پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې د تودو چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو، یاده دې وي مشاعره ځینو خوږ ژبو ترنم ویونکو پۀ خپلو خوږو او شرنګېدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه.

لۀ ازادې مشاعرې وروسته محمد غوث نوري د ارزونې پۀ موخه دریځ ته وبلل شو، هغۀ پۀ ټوله کې غونډه ښه وارزوله، او لۀ ملګرو یې غوښتنه وکړه چې باید د څو شعرونو لۀ ویلو ډډه وکړي او یو شعر دې ووایي،  چې ټولو ګډونوالو ته نوبت ورسېږي، ځینو ملګرو ته یې سپارښتنه وکړه چې باید د ځینو تورو پۀ سمه اداینه کې کوښښ وکړي تر څو د کلمو ښکلا او اصلي معنا ته پکې زیان ونه رسېږي.

یاده دې وي راتلونکې اوونۍ ته بریالي ملنګ ژمنه وکړه، چې خپل غزل بۀ کره کتنې ته وړاندې کوي.

ناسته غرمه مهال د خوشال دراني پۀ دعایه پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب