پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکلتورسینماد سلمان خان زړه سوي د بالیووډ د کارکوونکو زړونه خپل کړل

د سلمان خان زړه سوي د بالیووډ د کارکوونکو زړونه خپل کړل

فضل الرحیم رحیمي

ډبنګ سټار سلمان خان د خپلو مینه والو د زړونو له ګټلو وروسته نن د بالیووډ د کارکوونکو زوړنه هم وګټل.

پوجا ډیډ وال، چې له سلمان خان سره یې په «ویرګتي» فلم کې کار کړې اوس په ډیره سخته ناروغۍ نري رنځ (ټي بي) اخته ده خو نوموړې سر اوسه د علاج کولو خو څه چې حتی د چای څښلو پیسې هم نه لري.

خلک د سلمان خان په مضبوط تن مئین دی خو له دې نه دي خبر چې نوموړی یو نرمزړی انسان دی.
ویرګتي فلم په ۱۹۹۵ کې جوړشوی دی.

پوجا ډیډ وال وایی، کله چې په ناروغۍ اخته شوم نو د ټولو خپلوانو ترڅنګ د خپلې کورنۍ نژدې غړو هم د ناروغۍ په بستر پریښودم.

پوجا زیاتوي چې د علاج لپاره راسره پیسي نه وې نو د ډیرو نږدې خپلوانو ترڅنګ د بالیووډ ځیني کارکوونکو ته مې هم د مرستې یادونه وکړه خو هیچا راته د همکارۍ ډاډ رانکړ.

او له هغه وروسته مجبوره شوم چې سلمان خان ته ویډیويي پیغام پریږدم.

سلمان خان وايي «خواشینې دیم چې دا ادکاره د ټي بي په شان په ناروغۍ اخته ده خو زه به ورسره خپله ټوله همکاري وکړم.»

د هندي رسنیو د خبر له مخې پوجا له ۱۵ ورځو راپه دې خوا د هندوستان په ممبي دولتي روغتون کې بستره وه خو د سلمان خان تر رسیدو وروسته دا ادکاره یوه بل مجهز روغتون ته انتقال شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب