Homeخبرونهایران په تېرو پنځو ورځو کې پنځه افغانان اعدام کړي

ایران په تېرو پنځو ورځو کې پنځه افغانان اعدام کړي

تاند (سه شنبه د چنګاښ/سرطان ۲مه) د راپورونو له مخې په تېرو ۵ ورځو کې ایران پنځه افغانان اعدام کړي دي.

تازه هه نګاو د ایران د بشري حقونو سازمان پرون وویل چې، ایران ۳ افغانان د ایران په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.

هه‌نګاو زیاته کړې وه چې، ایران د میرویس خلیل‌زاد او ابراهیم احمدشاهي په نوم دوه افغانان د نشه‌يي توکو د جرمونو بېلابېلو قضیو په تړاو د شېراز په عادل‌اباد زندان کې اعدام کړي دي.

د راپور له مخې؛ ۵۵ کلن میرویس خلیل‌زاد د جلال‌اباد او ۴۴ کلن ابراهیم احمدشاهي د خوست ولایت اوسېدونکی و.
تر دې څو ساعته وروسته یاد سازمان په یوه بل راپور کې ویلي چې، د یزد په مرکزي زندان کې د نورجلال مجاهد په نوم یو ۲۷کلن ځوان د نشه‌یي توکو اړوند جرم په تور اعدام کړی دی.

دغه راز د سرچینې د یوه بل راپور له مخې؛ ایران د تېر غبرګولي میاشت په ۳۱مه د سیستان او بلوچستان په زابل مرکزي زندان کې د همایون نورزي په نوم یو بل افغان چې ۷۰ کاله عمر یې لاره، د نشه‌یي توکو اړوند جرم په تور اعدام کړی دی.
هه نګاو د تېر غبرګولي میاشت په ۲۸مه ویلي چې، ایراني چارواکو د عبدالله جلالي په نوم یو ۲۵ کلن افغان وګړی د نشه‌یي توکو اړوندو جرمونو په تور د زاهدان په مرکزي زندان کې اعدام کړی دی.
د یاد سازمان د شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې ایران لږترلږه ۱۲ افغان بندیان د ایران په زندانونو کې اعدام کړي دي.

دغه سازمان وړاندې ویلي و، چې ایران یوازې په تېر ۲۰۲۵کال کې ۸۵ افغانان اعدام کړي دي.

ایران دوه نورو افغانان هم اعدام کړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...