Homeخبرونهد کابل په منډويي کې یو وار بیا اور ولګېد

د کابل په منډويي کې یو وار بیا اور ولګېد

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲ مه) د کابل په منډوي بازار کې د بیا بیا اور لګېدو د پېښو په دوام کې پرون (دوشنبې) بیا زیات مالي تاوانونه واوښتل.

د کورنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ وویل چې د کابل په منډوي په بازار کې د اورلګېدو له امله نژدې اته میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېر ماښام (د دوشنبې ورځې ماښام) د منډوي په زرداد مارکېټ کې د برېښنا د شارټۍ له امله اور ولګېد. تر دې وړاندې هم په ځلونو په ورته علت په دې منډيي کې اورونه لګېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دې پېښې دوکاندارانو ته کابو اته میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.

خو وزارت زیاته کړې چې د اطفایې د کارکوونکو د فوري او چټکو هڅو له برکته د شاوخوا ۴۸۰ میلیون افغانیو په ارزښت شتمني، چې دوکانونه او ګودامونه هم پکې شامل وو، له سوځېدو او ویجاړېدو څخه ژغورل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو، دوکانونو، ګودامونو او بازارونو کې د خوندیتوب اصول او احتیاطي تدابیر مراعت کړي او له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

وزارت ټینګار کړی چې د خوندیتوب مقرراتو رعایت او د خلکو همکاري د ورته پېښو د مخنیوي او د عامه خوندیتوب د ساتنې لپاره مهم رول لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...