کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو او اوبو ډک وطن! داسې هیواد چې هره تیږه یې یوه کیسه لري او هرې درې یې د سلګونو کلونو دردونه په زړه کې ساتلي دي.
نه یې اوبه د اوبو په څېر دي او نه یې خلک د خلکو په څیر. د یوه څاڅکې اوبو لپاره به سترګې په لار وې، د اسمان هرې تورې ورېځې ته به د امید په سترګه ګورې، خو باران به نه کېږي. بیا چې کله راشي، داسې به راشي چې د کلونو کلونو باران په یوه ورځ اوري. ویالې په غړغړا شي، اوښونه اوښونه اوبه به د چا په درد نه خوري؛ نه کروندو ته رسېږي او نه د دښتو تنده پرې ماتېږي.
عجیبه وطن دی! کله د اوبو د نشتون له امله بزګر د خپلې وچې ځمکې پر سر ناست وي او د خاورې په څېر یې ارمانونه باد وړي؛ او کله اوبه د سیلابونو په بڼه راووزي، پټي، کورونه او د خلکو د کلونو کلونو زحمتونه له ځانه سره یوسي.
دا غرونه، غرونه اوبه چې هر کال زموږ له پوندو تېرېږي، آخر تر کومه به بېګټې روانې وي؟ ولې یې څوک مهاروي نه؟ ولې یې څوک ارزښت نه پېژني؟ که دا اوبه راپنډې او مهار شي، بندونه پرې جوړ شي، نه یوازې به زموږ وچې ځمکې زرغونې شي، بلکې زموږ د اولادونو راتلونکی به هم څرګند شي. د کروندې به ساه واخلي، اقتصادي ملا به مو ټینګه شي.
غرونه مو د اوږدې وچکالۍ له لاسه نور په سر شین څادر نه لري. پر تن یې خړې دوړې پرتې دي. رغونو او للمو مو چاود، چاود مخونه نیولي؛ داسې برېښي لکه د وخت غمجن لاس چې پرې راښکل شوي وي. ونې مو ژېړې شونډې ولاړې دي، چینې مو ایله خپلې شونډې لمدوي، مرغان مو لکه کډوال له خپلو سیمو تښتي.
کلیو ته چې ورشې، د بزګر سترګې به ووینې چې په اسمان کې خښې دي. هغه د باران دعا کوي، ځکه پوهېږي چې د ده د اولادونو د سبا ډوډۍ له همدې ورېځو سره تړلې ده. ورېځې هم دلته د چارواکو په څېر راشي، وغورېږي او بېرته لاړې شي.
زموږ درد یوازې د وچکالۍ درد نه دی؛ زموږ درد د بېپامۍ درد دی. زموږ درد دا دی چې شتمني لرو، خو ګټه ترې نه شو اخیستلای. اوبه لرو، خو تږي یو. ځمکې لرو، خو حاصلات مو کم دي. ځوانان لرو، خو فرصتونه نشته.
آخر دا درد چاته ووایو؟ چا ته فریاد وکړو؟ پخوا به خلکو ویل: «دېوالونه هم غوږونه لري.» هغه وخت به لږ تر لږه دا هیله وه چې که انسان غږ وانه وري، دېوالونه به یې واوري. خو اوس خو دېوالونه هم پاخه شوي دي؛ سرکار پر خپلو غوږونو لمڅی اچولی دی او د ولس چیغې ورته نه رسېږي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٦ د جون ٢٠مه