تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳۱ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د پاکستان هغه ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې چې ګواکې له افغانستان سره ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شوې دي.
نوموړي د پاکستان له پارلمان وغوښتل چې له خپل حکومت څخه وغواړي چې له کابل سره د خبرو اترو په اړه لا زیات وضاحت ورکړي.
خلیلزاد په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپاره کړي بیان کې د پاکستان د ملي اسمبلۍ (ولسي جرګې) وروستۍ غونډې ته اشاره کړې، چې پکې ځینو وکیلانو له افغانستان سره د اختلافاتو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ پر ځای د زور کارولو د لګښتونو او خطرونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.
د دواړو هېوادونو ترمنځ اصلي اختلاف د امنیتي تورونو پر سر دی. پاکستان ادعا کوي چې (ټي ټي پي) په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي. په مقابل کې، افغان چارواکي پاکستان تورنوي چې د داعش خراسان او نورو افغانستان ضد ډلو ملاتړ کوي او پناه ورکوي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په دې وروستیو کې ویلي و چې له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیک تعامل ځکه ناکام شوی چې کابل د پاکستان د امنیتي اندېښنو په اړه کافي ضمانتونه نه دي ورکړي.
خو خلیلزاد وايي چې د پاکستان دفاع وزیر نه ده روښانه کړي چې اسلاماباد کوم مشخص تعهدات غوښتي وو او ولې د افغانستان ځوابونه ورته بسنه نه کوي.
د هغه په وینا، افغان چارواکو ورته ویلي چې کابل چمتو دی د امنیت په اړه لیکلي ضمانتونه ورکړي، خو په بدل کې له پاکستان څخه هم ورته ژمنې غواړي. هغوی زیاته کړې چې افغانستان د ګډې همغږۍ کمېټې (JCC) په ګډون د دوهاړخیزو میکانیزمونو له لارې د امنیتي ستونزو د حل هڅې کړې او د درېیم لوري د ګډون اصل یې هم د ارزونې او څار په بهیر کې منلی دی.
افغان چارواکو همداراز ویلي چې اسلامي امارت یو دیني فرمان صادر کړی چې له مخې یې افغان وګړي په پاکستان کې له بریدونو منع شوي دي. د دوی په وینا، هغه پاکستاني کډوال هم له ډیورنډ کرښې سره نژدې سیمو څخه لېږدول شوي چې د پخواني افغان حکومت پر مهال هلته مېشت شوي وو.
دوی ادعا کوي چې افغان حکومت د هغو افرادو او ډلو پر ضد هم عملي او د تایید وړ اقدامات کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د کار اخیستنې تګلاره یې نقض کړې وه.
خلیلزاد ویلي، که دا معلومات سم وي، نو افغانستان د یوې جدي او عملي حللارې لپاره چمتو ښکاري. هغه پوښتنه کړې چې ولې پاکستان لا هم ټینګار کوي چې ډیپلوماسي ناکامه شوې او له اسلاماباد څخه یې غوښتي چې د افغانستان د وړاندیزونو په اړه خپلې مشخصې نیوکې په ډاګه کړي.
نوموړي زیاته کړې: «د پاکستان ولس او پارلمان حق لري چې په دې اړه بشپړ معلومات ولري.»