Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او قزاقستان سوداګرو  د همکارۍ ۲۵ قراردادونه لاسلیک کړل

د افغانستان او قزاقستان سوداګرو  د همکارۍ ۲۵ قراردادونه لاسلیک کړل

تاند (یکګشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳۱ مه) د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ او اقتصادي فورم په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو خصوصي سکتورونو د همکارۍ ۲۵ لاسلیک کړل.

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه قراردادونه د درملو، سبزیجاتو، تازه او وچو مېوو، اوړو، غنمو، غوړیو، کچالو او بانکي خدماتو په برخو کې لاسلیک شوي دي.

وزارت ویلي چې دا قراردادونه به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي همکاري پیاوړې او سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.

دا هوکړې د درې ورځني سوداګریز فورم او نندارتون په ترڅ کې اعلان شوې چې پکې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قزاقستان د صدراعظم او د ملي اقتصاد وزیر سیرک ژومانګارین هم ګډون درلود.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دوه‌اړخیزه سوداګري کابو دوه برابره شوې او یوازې په تېر یوه کال کې شاوخوا ۴۱ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

دواړو لورو د داسې یوې تګلارې په اړه هم خبرې کړې چې له مخې یې کلنۍ سوداګري ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

قزاقستان په وروستیو کلونو کې د منځنۍ آسیا له مهمو اقتصادي شریکانو څخه ګرځېدلی او افغانستان ته د غنمو او اوړو د صادرولو ترڅنګ یې د ترانسپورټ، لوژستیک، کرنې او پانګونې په برخو کې هم همکارۍ پراخې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...