تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳۱ مه) د جرمني حکومت پلان لري چې د هغو افغان وګړو د ایستلو بهیر پراخ کړي چې په جدي جرمونو محکوم شوي دي. د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، چارواکي غواړي افغانستان ته د ځانګړو چارټر الوتنو شمېر په میاشت کې تر درې الوتنو پورې زیات کړي.
د راپور له مخې، اوس مهال شاوخوا ۱۰۰ افغانان د جرمني په زندانونو کې د ایستلو د حکمونو په تمه دي. جرمني چارواکو ویلي چې د دغو کسانو ایستل به د چارټر او عادي سوداګریزو الوتنو له لارې دوام ولري.
ویل کېږي چې دا پرېکړه د جرمني چارواکو او د اسلامي امارت د استازو ترمنځ له خبرو وروسته شوې ده. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي چې هغه کسان چې په جدي جرمونو محکوم شوي باید خپل اصلي هېواد ته ستانه کړل شي او دا تګلاره به په تدریج عملي شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان لا هم له سخت بشري بحران سره مخامخ دی. د نړیوالو مرستندویو ادارو په وینا، میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او بېوزلي، بېکاري او بېځایه کېدل لا هم پراخ دي.
نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د کډوالۍ د نړیوال سازمان او د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په وار وار ټینګار کړی چې د کډوالو ستنېدا باید داوطلبانه، خوندي او باعزته وي.
د کډوالو د حقونو سازمان پرو ازیل د جرمني پر دې تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام ښايي د اسلامي امارت د واکمنۍ د مشروعیت سبب شي او بېرته ستنېدونکي له بشري حقونو سره د تړلو خطرونو سره مخامخ کړي.
دا بدلون په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې په اروپا کې د کډوالۍ د قوانینو د سختولو هڅې روانې دي. د اروپا پارلمان په وروستیو کې د بېرته ستنولو سخت قوانین تصویب کړي او ځینې اروپايي هېوادونه د ناقانونه کډوالۍ د کمولو او د ایستلو د میکانیزمونو د پراخولو ملاتړ کوي.
د دې تګلارې ملاتړي وايي چې جدي مجرمان باید له اروپايي هېوادونو وایستل شي، خو منتقدان خبرداری ورکوي چې افغانستان ته د افغانانو ایستل له قانوني، بشري او د بشري حقونو له جدي اندېښنو سره مل دي.