Homeخبرونهمسوولان:  ‏بدخشان کې د سرو زرو استخراج او زرمینځنې بهیر بیا پیلېږي

مسوولان:  ‏بدخشان کې د سرو زرو استخراج او زرمینځنې بهیر بیا پیلېږي

تاند (یکشنبه د جوزاـ مرغومي ۳۱مه) د طالبانو د حکومت مسوولانو ویلي چې، ‏بدخشان کې د سرو زرو استخراج او زرمینځنې بهیر بیا پیلېږي.

د طالبانو ملاتړې رسنۍ حریت لیکلي چې، د نوي توشېح شوي قانون له عملي کېدو سره به بدخشان کې د سرو زرو استخراج او زرمینځنې بهیر بېرته پیل شي.

راپور کې راغلي چې، د نوي قانون له مخې، دودیزه زرمینځنه به له دولتي عوایدو معاف وي.

راپور کې راغلي چې، د سرو زرو له استخراج څخه به یوازې «خمس» پینځمه اخیستل کېږي او که سره زر ترلاسه نه شي، «خمس» پینځمه  به هم معاف وي.

د سرچینې د راپور له مخې د دې بهیر له بیا پیلېدو سره به د بدخشان بیا رغونې او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو ته غوره زمینه برابره شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د غبرګولي په ۶مه طالبانو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د سرو زرو د اېستلو د نږدې ټولو سیمه ییزو شرکتونو چارې درولې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...