تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳۱ مه) د بشري حقونو د څار بنسټ «هېنګاو» د راپور له مخې، ایراني چارواکو د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل په مرکزي زندان کې یو افغان وګړی، همایون نورزی، اعدام کړی دی.
د راپور له مخې، شاوخوا ۷۰ کلن همایون نورزی د نشهيي توکو اړوندو تورونو په قضیه کې په مرګ محکوم شوی و. نوموړی کابو دوه کاله وړاندې نیول شوی او له هغه وخت راهیسې د زابل په مرکزي زندان کې بندي و.
هېنګاو ویلي چې اعدام د یکشنبې په سهار، د جون په ۲۱مه، تطبیق شوی دی.
تر اوسه د ایران دولتي رسنیو او قضايي چارواکو د دې اعدام په اړه څه نه دي ویلي، او دا اعدام بې له دې چې اعلان شي، ترسره شوی دی.
تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو څارونکې ډلې د یوه بل افغان د اعدام خبر ورکړی و.
دې ادارې پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، دغه افغان چې د مخدره موادو اړوند جرم په خاطر څلورکاله مخکې نیول شوی او د انقلابي محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی و، د زاهدان په زندان کې اعدام شو.
د خبرپاڼې له مخې د اعدام شوي افغان نوم عبدالله جلالي ښودل شوی او ویل شوي چې هغه د افغانستان د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اوسیدونکی و.