Homeخبرونهپه سویس کې د ایران او امریکا د خبرو لومړی پړاو پای...

په سویس کې د ایران او امریکا د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳۱ مه) ایراني دولتي رسنیو ادعا کړې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو له امله د ایران او امریکا ترمنځ د سویس مذاکرات له خنډ سره مخامخ شوي دي.

د راپورونو له مخې، ټرمپ د خبرو اترو له پیل سره هممهاله خبرداری ورکړی چې که ایران ونه توانېږي په لبنان کې د حزب الله د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي، امریکا به پر ایران بریدونه بېرته پیل کړي.

د ایران د مرکچي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف هم په ایکسپاڼه کې لیکلي چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د امریکا د ګواښونو پر وړاندې د بل ډول ځواب ورکولو لپاره چمتو دي.

د هرمز تنګي په اړه د ټرمپ خبرداری

ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، که له ایران سره کومه هوکړه ونه شي، امریکا ښايي د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې واخلي.

هغه زیاته کړه: «که اړتیا وي، تنګی به تر خپل کنټرول لاندې راولو. که هوکړه ونه شي، له دې لارې به محصول اخلو.»

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د ایران د سپاه پاسداران خاتم‌الانبیا قوماندانۍ اعلان وکړ چې د لبنان د اوربند د سرغړونې په غبرګون کې به د هرمز تنګی بند کړي.

د مذاکراتو لومړی پړاو

ایراني رسنیو او رویټرز راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د یکشنبې ورځې د مذاکراتو لومړی پړاو د سویس په لوسرن ښار کې پای ته رسېدلی دی.

دغه څلور اړخیزه ناسته د ایران، امریکا، پاکستان او قطر د استازو په ګډون ترسره شوه. د امریکا پلاوي مشري د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس او د ایراني پلاوي مشري محمدباقر قالیباف کوله.

فارس خبري اژانس د یوې خبرې سرچینې له قوله ویلي چې لومړی پړاو له شاوخوا ۸۰ دقیقو خبرو وروسته د داخلي سلا مشورو لپاره ودرول شو.

د راپورونو له مخې، په دغو خبرو کې د لبنان جګړه، د هرمز تنګي وضعیت او د ایران د یورانیمو زېرمې د بحث مهم موضوعات وو.

جي ډي ونس د مذاکراتو له پیل مخکې ویلي و چې دا یوه تاریخي ناسته ده او امریکا له ایران سره د اړیکو د اساسي بدلون لپاره چمتووالی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نه هېرېدونکې خاطره| انجنیر زلمی نصرت

دنمارک کله چې د ژوند د تېرې لارې دوړې یو څه کېني او انسان د خاطرو په هنداره کې خپل د ځوانۍ د کلونو انځورونه...