Homeخبرونهلومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند جرمني کې ومړ

لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند جرمني کې ومړ

تاند (یکشنبه د غبرګولي/ جوزا ۳۱مه) لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند نن یکشنبه د ۶۷ کلنۍ په عمر د سرطان ناروغۍ له امله په جرمني کې ومړ.

مومند لومړنی کس و چې پښتو یې په فضا کې وویله او له ځان سره یې قران کریم یووړ.

مومند د ۱۳۶۷ کال په وږي میاشت کې د «سایوز ټي‌ام-۶» فضايي ماموریت د غړي په توګه د میر فضايي سټېشن ته سفر وکړ او شاوخوا ۹ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې.

مومند د ۱۳۳۷ کال په مرغومي میاشت کې په غزني ولایت کې په یوه بزګره کورنۍ کې زیږیدلی و.

هغه لومړنی افغان او د نړۍ څلورم مسلمان و چې فضا ته یې سفر وکړ او لومړنی مسلمان و چې قران کریم یې فضا ته یووړ.

د دغه ماموریت په لړ کې مومند په علمي، طبي او ځمکپېژندنې ازموینو کې برخه واخیسته او له فضا څخه یې د افغانستان تصویرونه هم واخیستل.

هغه همدا راز له فضا څخه د خپلې کورنۍ او د افغانستان د هغه وخت له چارواکو سره خبرې وکړې او پښتو ژبه یې په فضا کې له اورېدل شویو لومړنیو ژبو څخه وګرځوله.

هغه لږه موده وروسته د افغانستان د هوایي چلند او ګرځندوی د وزارت د مرستیالۍ مقام ته ورسېد.

د مومند پر ناڅاپي مړینه په ټولنیزو رسنیو کې په لوړه کچه غبرګونونه خپاره شوي. پخواني ولسمشر غني تازه په خپل فېسبوک پوسټ کې لیکلي: «د زړه له تله د افغانستان د لومړني او یوازیني ستور مزلي عبدالاحد مومند په ناڅاپي مړینه ودردېدم. الله دې وطن ته راوړی ویاړ د افغان ملت له نامه د مغفرت وسله کړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...