له نن څخه دوه کاله پخوا د ۲۰۲۲ د جون په ۲۲ مه (د ۱۴۰۱ د سرطان لومړۍ) یوې سختې زلزلې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زرو تر یو نیم زر کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ کړل.
دا زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۹ درجې و، د چهارشنبهې په ورځ (سرطان ۱) د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه د شپې په ۱:۲۴ دقیقې وشوه.
د زلزلې مرکز د خوست سویل لوېدیځ لور ته ۴۶ کیلومتره لېرې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې و.
د زلزلې مرکز د پکتیکا ولایت برمل، ژیړوک، نیکه او ګیان ښودل شوی و.