ناکامي د هر انسان په ژوند کې پېښیږي د ژوند یوه عادي او طبیعي برخه ده. داسې څوک نشته چې هېڅ تېروتنه یا ناکامي یې نه وي تجربه کړې. مهمه دا نه ده چې انسان ولې ناکام شو، بلکې دا ده چې له ناکامۍ وروسته څنګه ځان پورته کړي او ژوند ته نوی لوری ورکړي.
لومړی باید دا ومنو چې ناکامي د انسان شخصیت او سړیتوب نه ټاکي. یو څوک ممکن په یو کار کې بریالی نه وي، خو دا هېڅکله دا معنا نه لري چې هغه په ټول ژوند کې ناکام دی. کله چې انسان خپله تېروتنه ومني، نو ذهن یې ارامېږي او د بدلون لپاره تیاری نیسي.
دوهم، له هرې ناکامۍ څخه باید زده کړه وشي. هره تېروتنه یو درس لري. که انسان خپل تېروتنې وڅېړي او علتونه یې درک کړي، نو په راتلونکي کې به ورته غلطۍ نه تکراروي. همدا زده کړه د پرمختګ بنسټ جوړوي.
درېیم، انسان باید د ځان لپاره عملي او واقعي پلان ولري. ډېر لوی او غیر واقعي هدفونه انسان ستړي کوي، خو کوچني او پرلهپسې ګامونه انسان ورو ورو بریا ته رسوي. غوره دا ده چې انسان خپل مزل ونه دروي.
هو! ناکامي د ژوند پای نه دی، بلکې د نوي پیل لپاره یو فرصت دی. هغه کسان بریالي کېږي چې له خپلو ناکامیو څخه عبرت اخلي، له هغې ځواک جوړوي او خپل ژوند ته له نوښتونو سره دوام ورکوي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٦-جون-٢١مه