شنبه, جون 29, 2024
Home+په دې ورځ د هیتلر قواوو پر شوروي اتحاد یرغل پیل کړ

په دې ورځ د هیتلر قواوو پر شوروي اتحاد یرغل پیل کړ

تاند – له نن څخه (83) کاله پخوا د ۱۹۴۱ عیسوي کال د جون په دوه ویشتمه د سهار په شاوخوا څلور بجې ستالین د مسکو په لمنه کې په خپل کلیوالي کور کې د جنرال ژوکوف په ټېلفون راویښېږي: «جګړه پیل شوه»

د جرمني پوځیان په شپه کې د شوروي اتحاد خاورې ته ننوتي ول.

د شوروي اتحاد پر خاوره د نازي جرمني پوځیانو حمله د فرانسې له تسلیمېدو یو کال وروسته پیل شوه.

د جرمني دیکتاتور مشر ادولف هیتلر د فرانسې له لاندې کولو او د شوروي له زورواک مشرجوزیف ستالین سره پر یو بل د حملې نه کولو تړون له لاسلیکولو وروسته یوازې د وینسټن چرچل په مشرۍ له بریتانیا سره مخامخ و چې د ده په وړاندې یې مقاومت کاوه.

هیتلر د خپل خارجه وزیر فن روبین تروپ په تشویق پرېکړه وکړه چې پر شوروي اتحاد یرغل وکړ.

پر شوروي اتحاد د جرمني پټه حمله د  په پنځلسمه نېټه پلان شوې وه خو هیتلر مجبور شو چې د خپلې حملې پلان پنځه اوونۍ وځنډوي څو په دې موده کې د بالکان ټاټوبي ونیسي.

جرمني د بالکان سی ونیولې خو دا بری سبب شو چې د شوروي پر خاوره د جرمني حمله وځنډېږي.له همدې کبله جرمنیانو ته د شوروي حمله خورا ګرانه تمامه شوه.

د جرمنیانو له لوري پر شوروي د حملې د پلان له پټ ساتلو سره سره د شوروي استخبارات په تېره بیا د جاپان په توکیو کې د شوروي جاسوس سورج له دې پلانه خبر شو.

خو د شوروي دیکتاتور چې له نازیانو سره پر یو بل د نه حملې پر موافقې باورمن و، نه شوای کولی چې د جرمنیانو دومره ژر یرغل تصور کړي.

پر شوروي اتحاد د جرمني له حملې وروسته، ستالین ته ژوره پریشاني یا ډیپرېشن پیدا شو، په ورځو ورځو په خپل کلیوالي کور کې پټ شو چې څوک ورسره ونه ویني، شوروي زورواک د ۱۹۳۹ ع کال د تړون ماتېدا او د هیتلر خیانت نه شوای منلی.

جرمني ځواکونو په دې خاطر د شوروي لور ته چټک پرمختګ وکړ چې ستالیني قواوو د یوګوسلاویا ورماخت پوځ سخت ځپلی وو او روحیه یې ورماته کړې وه.

جرمنیانو د درې ملیونه عسکرو ، ۳۶۰۰ ټانکونو او ۴۲۰۰ الوتکو په وسیله د شوروي اتحاد په لور پرمختګ وکړ، کي یف (د اوسني اوکراین پلازنه) یې ونیوه او د لیننګراد(پیترز بورګ) ښار يې کلابند کړ.

دا جګړه خورا بې رحمانه وه، څه موده وروسته ستالین په سد راغی او د سره پوځ د جنرالانو خبرې یې ومنلې، امر یې وکړ ټولې هغه فابریکې چې د شوروي لپاره مه او حیاتي دي ژر تر ژره د اورال هغې خوا ته ولېږدوي او هغه چې نه شي انتقالېدای، ویجاړې کړي.

شورویانو د جرمني پوځوانو په وړاندې د سوځېدلې مځکې پالیسي خپله کړه چې هغوی په لاندې کړو سیمو کې خواړه او نور ضروري شیان پیدا نه کړای شي.

خو د جرمني پوځیان مخکې تر دې چې مسکو ته ورسېږي د روسیې سخت ژمي بد وځپل.دوی له داسي دښمن سره مخامخ شوي وو چې هیڅ ورسره نه شوای کېدای.

دې جګړې دوه کاله دوام وکړخو په نهایت کې یې د جرمني پوځ په لیننګراد کې تسلیدو ته مجبوره کړ، په لیننګراد کې د جرمني ځواکونو ماته سبب شوه چې شورویان د امریکایانو په مرسته د جرمني پر خاوره ځوابي یرغل وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب