نیستي ــ نیستي وي، په کټګوریو یې ویشل او پېژندل په تېره بیا د مادیاتو هغه یې چندان په نیستۍ کې نه راځي، دا خو زموږ خپل تمایل وي، چې د یوه شي یا اصطلاح په اړه دومره په جدیت او شدت سره استحصال او وځپل شو، چې نور هغه یې بیا په دې نامه او اصطلاح هم نه پېژنو؛ مثلاً همدا د نیستۍ یا فقر اصطلاح چې کله هم موږ اورو، فکر ته مو هغه احتیاج، غریبي او نیشتوالۍ راځي، چې تقریباً هره دویمه کورنۍ او خلک مو ورسره مخ دي او دا به واقعاً نیستي هم وي؛ خو هغسې نیستي هیڅکله نه ده، چې په نه شتون دې یې یو څوک د ارزښتونو له قطاره هم وتلی شي، هغه چې وايي «د لوږو هدیرې نشته» مطلب یې د همدغسې هوس، مادي سطحیت تاثر ختمول او واقعیت روښانول دي.
خبره مې دا کوله، چې موږ خو د نیستۍ اصطلاح اورېدلې؛ خو اصل لېدنه یې هغه وي، چې معنوي یا د ارزښتونو په نیستۍ خبر شې، صحافت زموږ د تاریخي ارزښتونو هغه نیستي ده، چې د یو سل او څو کلونو په موده کې مو هم د یوې وړې نیستۍ پّه مقابل کې بډایه، قیمتي او له نورو خلاص او مهار نکړای شو؛ بلکې په ډېر عادي متاع مو له پلورنې، بې ارزښته کتنې او ذاتي لاسته راوړنې نېولې تر هوس، انانیت، لفظي او معنوي اورپاشنو او سپکاویو پورې په یوه ملي زخم او ناسور واړاوه، داسې زخم چې نه رغېږي او نه به روغ شي!؟ دا نو هغه ځای دی، چې که هیڅ هم ونه وایې، حتمي او باوري نتېجه یې له بربادیو او تباهیو نور څه کېدای شي؟
موږ اوس هم صحافت یوازې د خبرونو او په سرټکیو کې غږېدونکیو سورڼیو او انګازو ته وایو، چې ډېر کم یې خبرونه او زیات یې ناخبرۍ، تپنې او لومې وي، د سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو په پیدا کېدو خو خبرونه د هر چا د فکر، تمایل او احساساتو سره سم وتراشل شول، مانا دا چې خبرونه او راپورونه؛ اوس د صحافت ډېره عادي او سطحي کچه ده، موږ چې د همداسې یو تمایل او ارزښت له مخې دا په صحافتي کیریر پسې غوټه کړه؛ نو د یوه ملي او اصیل صحافت رسالت مو هم ونشو لېدای، بلکې د باخبره، ملي او باشعوره مبصرینو او روښانفکرانو پر ځای مو راپور اخیستونکي او جوړونکي او یا د ورځې په نرخ او عرضې له عامه بازاره د لارو او کوڅو خلک راونیول، چې د ملي مسیر، تاریخ، سیاست، هویت، ملي ارزښت، ګټې او کرښې یې په لومړیتوبونو کې نه وې؛ بلکې دا یې ضمني او سطحې برخې بللې. د ملي ګټو او سیاستونو تعریف دومره هم مبهم او ورک نه و، څومره چې زموږ صحافت له ځانه لرې او بېل ساتلی و، دا اصلاً د یوه ملي او فکري تمایل پر ځای د غېر ملي مسیر او وارد شویو نظریو میینتوب و، چې خلک او مطبوعات یې هم سره بدبین او له یو بله ورک، ړانده او ګاڼه ساتلي و. همدغه وو، چې د پردیو رحم و کرم ته مو په لوی لاس او لومه ځان او ملت وسپاره او بیا هغه څه وشول، چې تر ننه د یوه او ملي شعور خبره راپکې د مرغۍ پۍ ده. د پردیو د مداخلو اولین قدم، لار او دروازه همدغه صحافت دی.
د ملي ګټو او ارزښتونو په صحافتي تله که دا هر څه د امیر شیرعلي خان د وختونو د لومړي اخبار شمس النهار چې خواوشا یو نیم سل کاله زماني واټن لري، له ننیو دغو سره بنده وګوري، بېخي کم موارد دي، چې یو څوک یې دا بهتر وبولي؛ بلکې د اوسنیو ټکنالوژیو او ساینسي نړۍ په سیالۍ کې خو بنده ویلی شي، چې موږ بېخي صحافت نه لرو. په دې ټول روایت کې یوازې د مشروطیت او ویښ غورځنګونو صحافتي او روښانفکرانه نقش د استثنا وړ دی. موږ د خپل صحافتي تاریخ او هغه فعالیتونه یې د درنښت وړ بولو، چې د همداسې استثناتو په ضمیمه کې راځي؛ خو دلته یې د مجموعي نتایجو په هغه بیسج او روان وضعیت کې د کم رنګه نقش په نقد ځکه هم یادوو، چې د نړۍ ډېری فرهنګې حوزې همدا زموږ په څېر له ملي ضد او استعماري حکومتونو او بندیزونو سره مخ شوې وې؛ خو د ډېرو سختیو په مقابل کې هم دوی په دغه ډول نه دي مات شوي، چې لار او مسیر دې یې زموږ په څېر په نه جوړېدونکي زخم اوښتي وي. ځکه صحافت د همداسې اوسپنیزو او فولادي ظرفیتونو د خاوندانو کار و زیار دی او هدف یې همدومره کلک او موثر دی.
دا په صحافتي اصولو او رموزو کې راځي، چې د هر وخت د صحافت مخ و شاته استعمار او داخلي ملي ضد فکټورنه فعالېږي؛ خو صحافتي نقش، میدان او په کې ظرفیتونه کله هم د داسې مقابلو پر وړاندې نه د فکر، سوچ او مرام لاره پرېږدي او نه د کومو مادیاتو په مقابل کې د نورو وړاندیزونو او امتیازاتو ته غاړه ږدي، وېره، ترهه او زور ته په هیڅ سترګه ګوري، جرات، زړورتیا او د خبرې د کولو مصلحت نه پېژني، د ټولو اوصول، نورمونو او قاعدو مرکز یې همغه ملي ګټې، سیاستونه او خلک وي او دوی ته په همدغه اساس د ویښتیا او روښانتیا د تلقین مسوولیت او مکلفیت ور په غاړه وي. ملي او مفکوروي ژمنتیا همغه ده، چې په هیڅ وارد شویو مفکورو او نظریاتو کې د خپلو خلکو او کلتوري ارزښتونو مخه بدله نکړي. په تېره پېړۍ کې چې موږ د همداسې یوه ملي نظریاتي صحافت له بحران سره مخ وو؛ نو تراوسه مو د صحافت په برخه کې د یوه او ملي ادرس ځای ورک او پیدا نکړای شو، هر حکومت، چې راځي د ملي تلویزون او اړونده وزارتونو ریاستونو د تبلیغاتو تمرکز یې د حکومتي تبلیغاتو پر ارایه وي، له حکومتونو څه ګیله؟ یا یې څوک پړ بولي؟ اصل صحافت خو د خلکو له منځه د خلکو لپاره د خلکو پر تمرکز وي، حکومتونه د خپلو ناغیړیو او بې کفیاتیو د پټولو لپاره هم د رسنیو ملاتړ نشي کولای. موږ چې نه د خلکو له منځه او د خلکو لپاره د یوه ملي صحافت پلیټ فارم لرو او نه مو بغیر له کوم خارجي ډونر پرته صحافتونه لرلي؛ نو څنګه د داسې یوه ادرس خبره کولای شو؟ د حکومتي او بې کفایتو له منځه دا نو بیا زموږ د صحافت بله بې شرمي وه، چې له همدغه صحافتي ادرس او ارزښته د یوې الې یا وسیلې استفاده وکړای شوه، حکومتي موقفونه حتی تر یوه واړه ریاست یا د ښارولیو تر کچې پر صحافتي بدیلونو واوښتل، یو وخت خبریال او بل وخت حکومتي چارواکی، حکومتي دندې عیب نه دی، خو له صحافته حکومت ته لاره کول، د صحافتي فساد او پر صحافت تر ملنډو هم بد عمل دی.
په دغه صحافتي بوختیاوو یا ښه ده ووایو رسنیز انډوخر کې دا ټول موارد نه یوازې مسخره وو؛ بلکې د همداسې متقابلو ادرسونو هوسونو ته یې په لاس اچونه لا پسې د یوه بد تاریخ تکرار سره هم مخ کړل، هیڅوک نشي ویلی، چې د پردیو د لسګونو راډیوګانو، تلویزونونو او اخبارونو په پروژو دې یې چېرې د ملي مسیر لار سمه کړي وي؛ برعکس د همداسې یوه غیر مستقیم مسیر او لارې غلطول د همدې رسنیزو او صحافتونو بوختیاو اصل او هدف وي، پر استعماري لومو خبره نه کوو، کورني هغه سیاستونه، فکر، حکومتونه او ګوندي او تنظیمي تمایلات او برداشتونه هم له همدې استعماري استبدادونو کم او کوز نه وي، چې په یوه نا یوه ډول یې د خلکو د همدې مدني او بشري حق په مخنیوي کې نقش ترسره کوي. صحافتي استبداد خارجي او داخلي هغه نه پېژني؛ بلکې استبداد د استبداد د نقش په مانا او مفهوم پېژني. د افغاني او پښتني صحافت په ځپنه او رټنه کې دا دواړه برخې بېخي د یو ډول نقش په توګه ثبت او ثابتې دي.
خدای شته، چې دا له شرمه کمه خبره نه ده، چې موږ په یویشتمه ساینسي او ټکنالوژیکه پیړۍکې هم لا د ازادیو د ملي او فکري بحران او زخم خبره کوو، نشتون خو یې لا بله خبره ده، تر هغې چې په همدې دواړو فکټورنو (خارجي صحافتي تمویل او په داخلي کچه ملي ضد روحیه) مو بیا غور نه وي کړی؛ تر هغې د بهتره ژوند، سیاست، وطن او ښې ورځې لېدل ځکه ممکن نه دي، چې د همدې احیا او بیا کتنې دا فورمونه مو خپل نه دي او نه مو هم دوی (خپل او پردي) همدې ملي فکر او وحدت ته پرېږدي. اوس چې تر بل هر وخت دا زمینه سازي تر جیب او ګوتو راغلې یوازې همدومره واټن موجود دی، چې خپل همدا اساسي او په ملي نظریه او مفکوره ولاړ درک او لاره پیدا کړو او خپل صحافتي مسوولیت د همداسې نظریاتي او فکري اساس سره نه یوازې ورغوو؛ بلکې د خلکو د ویښتیا، روښانتیا او بدلون سبب او روایت یې جوړ کړو.
څه بل فکر هم ممکن دی؟ چې له داسې یوه ملي او صحافتي مرام او هدف پراته موږ د همدې ملي ضد او استعماري صحافتي زخم دوا پرې کولای شو؟ ایا له داسې فکري او ذهني بندیزونو استبداد نه زېږي؟ چیرې د بشر په کومه فرهنګي حوزه کې تاسې اورېدلي یا لېدلي، چې د سانسور او ازادیو مخه چا هغسې نېولې، چې له پرمختګونو او ودې سره هممهاله وي؟ دا باوري او یقیني ده، چې صحافت زموږ د ورکو، سانسورشویو او ستړیو خلکو د فکرونو د ازادۍ او له جبر او استبداده د نجات لاره ده، له دې پرته هیڅ ممکن نه دي، چې بله لار موږ یو او منسجم او روښانه کړي.
کالم/رنسانستان
نه پوهېږم ولې مو زما تبصره د صحافت د معني په هکله نشر نه کړه . په افغانستان کې د صحافت اصطلاح نه کارول کیږي ، دا د پنجابیانو معمول اصطلاحات دي .
معنی «صحافت» در زبان فارسی، به طور کلی به مفهوم روزنامهنگاری و مطبوعات یا کار مرتبط با چاپ و نشر اشاره دارد.
بنابراین، وقتی از صحافت صحبت میشود، منظور فعالیتهایی است که مربوط به تولید، انتشار و توزیع اخبار و اطلاعات از طریق رسانههای چاپی (مانند روزنامه و مجله) یا رسانههای دیجیتال است.
در واقع، صحافت به عنوان یک اصطلاح کلی، شامل موارد زیر میشود:
• روزنامهنگاری:
bookmaker |
صحافت
واژگان مرتبط: صحاف، ناشرکتاب، دلال شرط بندی، کاتب، کتاب دار، کتاب نویس، کتاب ساز
تشریح نگارش (هوش مصنوعی)
کلمه “صحاف” در زبان فارسی به معنای کتابفروش یا کسی است که به فروش و نشر کتاب میپردازد. در اینجا به چند نکته نگارشی و قواعدی که در استفاده از این کلمه و نوشتن متون مربوط به آن میتواند مفید باشد، اشاره میکنم:
1. نوشتن با املای صحیح: املای صحیح این کلمه “صحاف” است و باید توجه داشت که این کلمه به صورت “ص” و “ح” و “ا” و “ف” نوشته میشود.
2. نحوه به کارگیری در جملات: به عنوان مثال در جملات میتوان از این کلمه به صورتهای مختلف استفاده کرد:
o “صحاف در بازار کتاب از شهرت زیادی برخوردار است.”
o “من از صحاف محلهمان کتابی خریدم.”
3. جمع کلمه: جمع کلمه “صحاف” در فارسی “صحافان” یا “صحافها” است. به عنوان مثال:
o “صحافان مختلفی در این نمایشگاه شرکت کردهاند.”
4. پیشنهادات و معانی مرتبط: میتوان در متون خود از معانی و واژههای مرتبط استفاده کرد. به عنوان مثال:
o “کتابفروش” به عنوان معادل فارسی برای “صحاف”.
o “کتابخانه” به عنوان مکانی که به صورت موقت کتابها را قرض میدهد و با فعالیتهای صحافان مرتبط است.
5. استفاده از فعل مناسب: در جملات میتوان از افعالی مانند “فروش”، “عرضه”، “پخش” و “توزیع” در کنار کلمه “صحاف” استفاده کرد:
o “صحافها کتابهای نایاب را عرضه میکنند.”
با رعایت این نکات و قواعد، میتوان به صورت صحیح و مؤثر از واژه “صحاف” در نوشتهها و گفتارهای فارسی استفاده کرد.
مثال برای واژه (هوش مصنوعی)
1. صحافها معمولاً در بازار کتاب و ادبیات فعالیت میکنند و به فروش کتابهای نایاب و قدیمی میپردازند.
2. در یک صحافخانهی قدیمی، مجموعهای از کتابهای خطی و خوشنویسی شده به نمایش گذاشته شده بود.
3. صحاف با علاقهی زیادی داستانهای نویسندگان مشهور را برای مشتریان خود روایت میکرد.
بریال صاحب تا د صحافت دکلیمی معنی او بیا ددی کلیمی استعمال په اردو ژبه کی داتقاد لاندی نیولی صدیقی ورور د موضوع تاریخی پس منظر ډیر ښکلی څیړلی دی تاسی لکه چی د اصل کلیمی سره خساسیت لری دومره تعصب هم نه دی پکار د صحافت د کلیمی اصل عربی دی بیا فارسی ته او وروسته اردو ته ننوتی ده مختلفی معنی ګانی او استعمال ځایونه یی تا په ګوته کړی سمه ده خو داچی ته دا په پنجاب پوری تړی دا سمه نه ده تاته پته ده چی اردو د کوم خاص قوم ژبه نه ده بلکه د جنوبی اسیا ۶ نه ۸ سوه ملیون خلک په خبری کولی شی چی په هغوی کی د مختلفو مذاهبو او مختلفو اقوامو خلک شامل دی همدارنګه اردو ژبه دعربی فارسی پښتو اوهندی ژبو مجموعه ده دومره مه احساساتی کیږه صدیقی نوموړی کلیمه ډیره په ځای کارولی ده د ډاکټر زیار پیروی بریږده چی دپشتو په سوچه کولو کی يي پښتو دژبو د لړ ځخه تجرید کړه لکه ځنګه چی انسان یو اجتماعی مخلوق دی په نړی کی انفرادی نشی پاتی کیدی دغه شان ژبی هم یو له بل کلیمات اخلی کله په اصلی شکل او کله په په لږ تغیر سره هیله ده خفه نشی