سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهد م.م امنیت شورا سبا دوشنبه د افغانستان په اړه غونډه کوي

د م.م امنیت شورا سبا دوشنبه د افغانستان په اړه غونډه کوي

تاند「یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان دویمه」‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا دوشنبه د چنګاښ په ۳مه د افغانستان په اړه ناسته کوي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، جویس موسویا، او د ملګرو ملتونو د ښځو مشره سیما باهوس به دغې غونډې ته وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له دې علني ناستې وروسته به یوه بله ناسته هم د بندو دروازو تر شاه ترسره شي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د دوحې د بهیر کاري ډلې به د روان میلادي کال د جون پر ۳۰مه او د جولای پر لومړۍ د نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د افغانستان د خصوصي سکتور په اړه په دوحه کې ناسته وکړي.

دا ناسته داسې مهال کېږي، چې تېره (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۸ مه) د چین او منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د سیمې او نړۍ له اقتصادي جوړښتونو سره د افغانستان د یو ځای کېدو او د دې هېواد د بیا رغونې د بهیر د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.

په استانې کې د چین، تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان او ترکمنستان د مشرانو غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا، او د منځنۍ آسیا د امنیتي او اقتصادي وضعیت ارزونه وشي، چې د افغانستان وضعیت هم پکې شامل و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...