تاند「یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان لومړۍ」د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د امریکا ولسمشر ټرمپ له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ټرمپ د کانګرس له اجازې پرته پوځ په یو اړخیزه توګه جګړه کې ښکېل کړ.
نانسي پلوسي ویلي، ټرمپ په دغو بریدونو سره اساسي قانون تر پښو لاندې کړ.
بل لورته ډیموکراټ سناتور کریس کونز ویلي، د جګړې اعلان واک د کانګرس دی ټرمپ باید قانوني واک وغواړي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش هم د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید ته په غبرګون کې ویلي، «هغه څه چې وشول سیمه کې به کړکېچ نور هم زیات او نړېوال امنیت ته مستقیم ګواښ دی.»
نوموړي ویلي، که جګړه له کنټرول ووځي د سیمې او نړۍ لپاره به دردونکې پایلې ولري.
امریکا نن یکشنبه سهار د ایران په درېیو مهمو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکایي الوتکو بریدونه د ملګرو ملتونو منشور، نړېوالو حقونو او د اټومي وسلو پراختیا مخنیوي تړون څخه ښکاره سرغړونه بللې.
عراقچي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ایران په سوله ییزو اټومي تاسیساتو برید ګواښوونکی اقدام، غیرقانوني او جنایتکارانه دی چې بدې پایلې به ولري.
عراقچي زیاته کړې، هېواد یې له ځانه د دفاع مشروع حق په اساس د ملګرو ملتونو منشور په چوکاټ کې د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي ګټو او خپلو خلکو د ساتنې لپاره ټول انتخابونه پر مېز ايښي.
ایران له نړېوالې ټولنې غوښتي، د امریکا د دغې پارونکي اقدام پر وړاندې دې پرېکنده او مسئولانه غبرګون وښيي.