تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرېان لومړۍ) روسي چارواکو له طالبانو سره یوه هوکړه کړې چې له افغانستان څخه روسیې ته د کارګرانو د لېږد بهیر په پراخ ډول زیات کړي، دا خبره د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر، رستم خبیبولین، له بازا (Baza) خبری اژانس سره کړې ده.
دا مهال شاوخوا ۱۰۰ افغانان په روسیه کې د ودانیزو پروژو په سایټونو کې کار کوي، خو تمه ده چې دا شمېر زر تنو ته ورسېږي.
خبیبولین ویلي، مسلکي افغان کارګر — لکه خښتې ایښوونکي، ویلډینګ کاران، برېقیان، او رنګمالان — به ډېر ژر روسیې ته واستول شي. راپورونه وايي، لازم کاري جوازونه په چیچنیا جمهوریت، داغستان، او کراسنوډار سیمه کې پروسس کېږي.
همداراز، روسیې لېوالتیا ښوولې چې افغان کرنیز متخصصان چې په نباتي کرنه، حیواناتو، او وترنرۍ (وترنري ساینس) کې مهارت لري، په روسیه کې کار وکړي.
راپورزیاتوي چې یو شمېر افغان ودانیز ټیمونه به د اوکراین په هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې روسیې اشغال کړې، څو د ورانکارۍ د پاککارۍ او بیا رغونې چارې پرمخ یوسي.
د مسکو او طالبانو ترمنځ اړیکې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ وروسته ژورې شوې، سره له دې چې طالبان لا هم له ۲۰۰۳ راهیسې د روسیې د “ترهګریزو سازمانونو” په نوملړ کې شامل وو. خو سږکال د پسرلي په موسم کې، د روسیې سترې محکمې د لوی څارنوال ایګور کرسنوف هغه غوښتنه ومنله چې طالبان دې له تور لېست څخه وایستل شي. تر دې وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې له افغان حکومت سره به په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ اړیکې پراخې کړي.