Home+ډاکټر ماهرنګ ولي په بند محکومه سوه؟| عبدالباري جهاني

ډاکټر ماهرنګ ولي په بند محکومه سوه؟| عبدالباري جهاني

‌‌ډېر کلونه کیږي چي یاران بې شرنګه سوي دي

زورد محتسب دی چي مستان بې بنګه سوي دي

‌ډیري به « ماهرنګي» د زندان زولنې ستړي کړي

نجوني ننګیالۍ دي خو زلمي بې ننګه سوي دي

چاته به پلو د غیرت نیسي ملالۍ نجوني

توري د ایوب مو لا پخوا بې شرنګه سوي دي

شیخ دي د دُرې په زور نکاح کړي درې څلور حوري

زموږ یې په ماتم کي حجرې بې ترنګه سوي دي.

د پنجاب د ټروریسټ رژیم د عدلیې وزارت د بلوڅو آزادي غوښتونکې قهرمانه لور ‌ډاکټر ماهرنګ د ټروریسټی فعالیتونو په تور په عمري بند محکومه کړه. په داسي حال کي چي ماهرنګ هیڅ وخت نه ټروریسټی فعالیتونه کړي او نه یې د نورو ټروریسټي ډلو فعالیتونه حمایه کړي دي. په حقیقت کي دا د پنجاب حکومت دی چي د یوه یا دوو کسانو د ترورولو پر ځای یې د بشپړو ملتونو ترور کولو ته ملا تړلی ده. د ډاکټري ماهرنګ د ټولي مبارزې اساس د بلوڅو د آزادۍ چیغه  او د بلوڅو د مظلوم قوم د  حقه حقوقو غوښتنه وه. البته د پنجاب د جابر او د مظلومو قامونو د غاصب رژیم په نزد تر دې لویه ګناه نسته. د پنجاب رژیم به پر دغه ځای ونه دریږي. د هغه جابر نظام بندیخانې له پخوا د پښتنو او بلوڅو له آزادي غوښتونکو ډکي وې او لا به هم ډکیږي. خو نه د پښتنو او نه د بلوڅو د آزادۍ غوښتني تحریکونه نوي دي، نه یې قهرمان بچي او قهرماني لوڼي د جېلخانو سره نا بلدي لري او نه یی د حق د لاري د شهیدانو کمی دی.

موږ د افغانستان پښتنو د ماهرنګ او پښتین لپاره په چیغو ستوني څیري کړل مګر له هغوی څخه مو هیڅ زده نه کړل. زموږ وظیفه په تشو چیغو نه ختمیږي. موږ باید له دغو قهرمانانو څخه زده کړه وکړو. ډاکټري ماهرنګ د پاکستان د جابر نظام په مقابل کي چیغه پورته کړه او له چېغي سره یې په میلیونونو بلوڅان ملګري سول. منظور پښتین د پښتنو د حق ناره پورته کړه او د پښتنو په تاریخ کي یې د لومړي ځل لپاره له سوات څخه تر سند او بلوچستان پوري ټول پښتانه تر یوه بیرغ لاندي را غونډ کړل. خو موږ تش ننداره کوونکي پاته سولو.

د هرات پر نجونو باندي باړونه ونه چلېدل؟ په لس هاوو نجوني په جېلخانو دننه نه سوې؟ د ننګرهار ډاکټره ګلالۍ د وحشي طالبانو په مقابل کي د خپل پت او عزت د ساتلو قرباني نه سوه؟ د کابل په سلهاوو نجوني او ښځي د طالبانو په جېلخانوکي ناستي نه دي؟ په عام محضر کي د پښتنو ښځي په دُرو نه وهلي کیږي؟ له بدخشانه تر نیمروز پوري د ټول افغانستان نجوني د تعلیم د مشروع حق څخه محرومي نه دي؟ موږ د هغوی لپاره څه وکړل؟

موږ د منظور پښتین له مبارزو څخه څه زده کړل؟ د منظور پښتین د ټولي مبارزې کمال د پښتنو تر منځ د یووالي لپاره تلاښ دی. آیا موږ د دغسي یوه مقدس هدف لپاره یو ګام پورته کړی دی؟ چي تر څو ژوندي یو افغانستان به له تیارو څخه تیارو ته ځي. ځکه خووایم:

نجوني ننګیالۍ دي خو زلمي بې ننګه سوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...