تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۴مه) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي او ستوري راشد خان یو ځل بیا د یو ورځنیو نړیوالو (ODI) سیالیو په درجه بندۍ کې د نړۍ د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړی دی.
تر راشدخان وروسته د پاکستان ابرار احمد دویم مقام خپل کړی او د انګلستان تکړه توپ اچوونکی جوفرا ارچر درېیم ځای کې راغلی دی.
له دې سره عظمتالله عمرزي، د ۳۱۶ نمرو سره، د پنځوس اوریزو لوبو کې د غوره ټولچاري یا الراونډر لوبغاړي لقب ګټلی دی، چې د زمبابوې د سکندر رضا څخه مخکې دی.
دغه راز افغان لوبغاړی، ابراهیم ځدران، د پنځوس اوریزو لوبو کې د غوره بالرانو په ډله کې دوه مقامه راټیټ شوی او پنځم ځای ته رسېدلی دی.
راشد خان د افغانستان د کرکټ تر ټولو مخکښ لوبغاړی بلل کېږي، په نړیواله کچه د خپلو اغېزناکې توپ اچوونې له امله پېژندل کېږي او وخت په وخت د ICC په درجه بندۍ کې لوړ مقامونه ترلاسه کوي.
کرکټ پوهان د هغه وروستۍ لاسته راوړنه یو ځل بیا د افغان کرکټ لپاره مهم ویاړ بولي.