تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۴مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت له افغانستانه نورو هېوادونو ته د پېښېدونکي ګواښ اندېښنې بې بنسټه وبللې.
هغه زیاته کړې چې، افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
فطرت وایي، دوی چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې وسلهوال فعالیت وکړي.
فطرت داسې مهال دا غبرګون ښيي چې،له دې مخکې د ټولیز امنیت تړون غړو هېوادونو ادعا کړې وه چې د افغانستان شمالي پولو کې وسلهوال خوځښتونه موجود دي.
دا لومړی ځل نه دی چې، ځینې هیوادونه له افغانستانه د ځان لپاره د پېښېدونکي ګواښ په تړاو اندېښنې ښيي، تر دې وړاندې په ځلونو دا اندېښنې شریکې شوې دي.
خو طالبانو بیا په ځلونو دا ادعاوې بې بنسټه بللي او ډاډ یې ورکړی چې، دوی به هېڅ چاته د بل ملک خلاف د فعالیت اجازه ورنکړي.
دا اندېښنې افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته را وروسته زیاتې شوې.
بیخي يې سم ويلي ملا بانجان. افغانستان هېڅ بهرني هېواد ته ګواښ نه دی، يوازې اوس نه چې په تاريخ کې بل هېواد ته ګواښ نه و.
افغانستان يوازي او يوازي خپل ځان ته او خپلو خلکو ته ګواښ دی او بس! او د خاوره يې يوازي او يوازي د خپلو اوسیدونکو خپلو بچیانو پرضد کارول شوې…
خو د خپلو خلکو لپاره ګواښ دی. دا نظام مطلق د انسانیت د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره نه یواځې ګواښ دی بلکې خطر هم دی. دا د اسلام په نوم فقهي عقیدې لرونکي اسلام ته هم ستر ګواښ دی. ددې نه علاوه دا د روایاتو بندیان قران ته هم ګواښ دی. نو په ټوله کې طالباني عقیده د افغان ملت، هویت او ارضي تمامیت نه علاوه انسانیت ته لوی ګواښ دی.