تاند (پنجشنبه، د چن\اښ/ سرطان ۴ مه) په کابل کې د خاتمالنبیین د علمیه حوزې (مدرسه او پوهنتون) مشرتابه ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزارت د دې دیني مرکز ودانۍ، جومات، حسینیه او کتابتون مهر او لاک کړي دي.
د حوزې د مشرتابه په خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د جنجال اړوند موضوعات لا هم په یوې ځانګړې محکمې کې تر څېړنې لاندې دي او تر اوسه وروستۍ او قطعي پرېکړه نه ده صادره شوې.
په خبرپاڼه کې دا اقدام «بیړنی» بلل شوی او ویل شوي چې د افغانستان د دیني او علمي ټولنې له تمو سره په ټکر کې دی.
د طالبانو د عدلیې وزارت وايي چې د خاتمالنبیین علمیه حوزې ځمکه او ودانۍ د دولت ملکیت دی او د مذهبي زده کړو دا مرکز په غیرقانوني ډول پر دولتي ځمکه جوړ شوی دی.
د وزارت په وینا، د دې حوزې د ملکیت او قانوني وضعیت په اړه قضیه تر څېړنې لاندې ده. دوی همداراز دغه دیني بنسټ پر سیاسي فعالیتونو تورنوي او وایي چې د دې مرکز فعالیتونه یوازې دیني او ښوونیز اړخ نه لري.
بل لور ته، د خاتمالنبیین حوزې مشرتابه دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې دا مرکز د شرعي او قانوني اسنادو له مخې فعالیت کوي او له هېڅ سیاسي ګوند یا سیاسي جریان سره تړاو نه لري.
د حوزې مسوولانو له طالبانو غوښتي چې تر وروستۍ قضایي پرېکړې وړاندې د دې مرکز د مهر او لاک کولو پرېکړه لغوه کړي او اجازه ورکړي چې د دیني، ښوونیزو او فرهنګي فعالیتونو بهیر یې دوام ومومي.
د دې مرکز د مشرتابه په وینا، خاتمالنبیین له کلونو راهیسې د دیني علومو د تدریس، د طلبهوو د روزنې او فرهنګي فعالیتونو مرکز دی او د شرعي او قانوني اسنادو له مخې اداره کېږي. دوی ټینګار کړی چې دغه مرکز له هیڅ سیاسي ګوند سره تړاو نه لري.
مشرتابه زیاته کړې چې د دې مرکز په اړه ټولې ادعاوې اوس مهال په محکمه کې تر ارزونې لاندې دي او وروستۍ پرېکړه باید د قضایي اورګان له لوري وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د وروستۍ محکمې له پرېکړې مخکې د دیني او ښوونیزو مرکزونو د فعالیتونو درول د استادانو، زدهکوونکو او کورنیو اندېښنې زیاتوي او ښایي د علماوو او دیني ټولنې پراخ غبرګونونه را وپاروي.
دوی همداراز وړاندیز کړی چې د دې حوزې او اړوندو مرکزونو د اسنادو او قبالو د ارزونې لپاره دې یو بېطرفه کمېسیون جوړ شي، څو موضوع د قانوني او شرعي اسنادو پر بنسټ روښانه شي.
د خاتمالنبیین علمیه حوزه، چې د افغانستان د شیعهوو له سترو دیني مدرسو څخه ګڼل کېږي، په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د محمدآصف محسنی له لوري د خوشالخان (دولتي) لېسې په ځای کې جوړه شوې ده.
هماغه مهال هم د دې مدرسې پر جوړولو ځینې نیوکې شوې وې او ادعا شوې وه چې دا مدرسه د ایران په مالي مرسته جوړه شوې ده.
شیخ آصف محسنی خو د حرکت محسنی یا حرکت اسلامي تروریستي ډلې مشر او رهبر و. چې مړی یې په همدې شیعه خانه کې ښخ دی .
هغه د 1370 کلونو کورنیو جګړو کې د شورای نظار په پلوي غوښنه برخه درلوده ، د کابل ښار د اولې ، دریمې ، اوومې ، پنځمې ، شپږمې ناحیو په چور او ورانولو او همدا راز د سکات په غونډیو کې د دریمې عسکري لوا او نورو برخو او د اوبو او برښنا وزارت ، د صنعت او حسابداري انستیتوت ، د پیداګوژي او وترنري په انستیتوتونو کې غټې قرارګاوې درلودې . د کابل ښاریانو په وژلو ، د ښار په ورانولو او ددولتي تاسیساتو په چور او ورانولو کې فعاله برخه درلوده . سید حسین انوري ، قمبر لنګ ، قوماندان زمان د میراحمد ورور او قوماندان علي محمد هغه سترجنایتکاران ول ، چې په زرګونه ملکي بېګناه کسان یې ووژل.
علاوه پردې دا شیعه خانه د پردیو د جاسوسي مرکز او د دین تر نامه لاندې د هېوادوالو ترمنځ د کرکې او بې اتفاقي خپرولو وسیله ده .
ما چې اورېدلي وو دغه ځمکه د خوشحال خان لېسې ملکیت و او پخوانیو چارواکو په پام کې لرله چې د خوشحال خان لېسې د زده کوونکیو لپاره په کې لیلیه جوړه کړي.