د جرمني صدراعظم، فدریخ مرڅ، هغه نیوکې رد کړې چې ګواکې د برلین او طالبانو ترمنځ تعامل له دې ډلې سره د اړیکو د عادي کېدو سبب کېږي.
د جرمني د خبري اژانس (DPA) د راپور له مخې، مرڅ د چهارشنبې په ورځ د خپل هیواد په پارلمان کې د پوښتنو او ځوابونو په ترڅ کې د شین ګوند د نیوکو په ځواب کې وویل: «موږ دا رژیم نه عادي کوو.»
هغه زیاته کړه چې ډیپلوماتیکې اړیکې د دولتونو ترمنځ وي، نه د حکومتونو ترمنځ، او جرمني تل له افغانستان سره د یوه دولت په توګه خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې ساتلې دي.
مرڅ وویل: «موږ د طالبانو رژیم ته د دوستۍ لاس نه ورغځوو، بلکې یوازې تر ټولو په ټیټه تخنیکي کچه او د جرمني د ملي ګټو په چوکاټ کې ورسره همکاري کوو.»
د جرمني صدراعظم څرګنده کړه چې د دغو اړیکو موخه د هغو افغان کډوالو بېرته ستنولو ته د زمینې برابرول دي چې په جرمني کې یې جرمونه کړي دي. هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې د کورنیو چارو د وزیر، الکساندر دوبرینت Alexander Dobrindt، له اقداماتو «بشپړ او بېقیدوشرط ملاتړ» کوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ ویلي و چې د طالبانو د ادارې څلور نور ډیپلوماتان به دې هیواد ته ورشي، څو افغانستان ته د نورو کډوالو د ایستلو بهیر اسانه شي.