تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳ مه) د بریتانیا پاچا، چارلس درېیم، د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې څخه چې اوس جلاوطنه ده، سمبولیک ملاتړ څرګند کړ. دا لوبډله د طالبانو د حکومت لهخوا پر ښځینه ورزش د بندیزونو له امله اجازه نه لري چې د افغانستان په استازیتوب په رسمي سیالیو کې ګډون وکړي.
لوبغاړو د بریتانیا له پاچا سره په کتنه کې هغه ته ویلي چې څنګه یې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه د تېښتې له لارې د کرکټ خوبونه ژوندي وساتل.
پاچا چارلس د لندن په کلارنس هاوس کې د لوبډلې هرکلی وکړ او ورته ویې ویل: «زه ډېر خوښ یم چې تاسې کولی شئ هغه څه تعقیب کړئ چې غواړې ویې کړئ.»
د لوبډلې یوې غړې، اکیل لطیفي، چې له پنځو کلونو راهیسې یې خپله کورنۍ نه ده لیدلې، وویل چې دوی د هغو ټولو افغان ښځو استازیتوب کوي چې په خپل هېواد کې د ورزش اجازه نه لري. هغې زیاته کړه: «زموږ ټول تمرکز پر هغو افغان ښځو دی چې لا هم په هېواد کې دي.»
د طالبانو له لوري پر ښځینه ورزش د بندیز له لګېدو وروسته، د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډله له رسمي نړیوالو سیالیو څخه بېبرخې شوې ده. د لوبډلې ډېری غړې له افغانستانه وتلې او ډېری یې په استرالیا کې د کډوالو په توګه ژوند کوي.
پاچا چارلس له دې لوبډلې سره داسې مهال ولیدل چې دوی د څو سیالیو لپاره بریتانیا ته تللي دي.
دا سیالۍ په داسې وخت کې کېږي چې انګلیستان د ښځو سږنی شل اوریز نړیوال جام کوربهتوب کوي.
اکیل لطیفي، چې په ۲۰۲۱ کال کې په ۱۷ کلنۍ کې له افغانستانه ووتله، وايي هیله لري چې د دوی لوبډله هغه ښځې وهڅوي چې له ورزش څخه محرومې شوې دي. د هغې په وینا، د لوبډلې بقا او له پاچا سره دا لیدنه یو فرصت دی څو د افغان ښځو غږ نړۍ ته ورسوي او وښيي چې هغوی په خپل هېواد کې له کومو محدودیتونو سره مخامخ دي.
هغې وویل کرکټ اوس د هغې د ژوند مهمه برخه ګرځېدلې، ځکه د روزونکې په توګه هم کار کوي، خو دا ورزش ورته د نه تسلیمېدو درس هم ورکوي.
لطیفي زیاته کړه: «په ژوند کې انسان ته یو فرصت په لاس ورځي. په کرکټ کې هم که توپوهونکې وې، کېدای شي یوازې یو ځل د توپوهلو چانس درکړل شي.»
د هغې هیله دا ده چې د افغانستان ښځینه کرکټ لوبډله یوه ورځ بېرته د نارینهوو د ملي لوبډلې په څېر د نړیوال کرکټ رسمي غړې شي او تر خپل ملي بیرغ لاندې سیالۍ وکړي.
د لوبډلې بلې غړې، شبنم، ویلي چې دا ورته «ډېره خواشینوونکې» ده چې لوبډله نه شي کولی د روان دوبي په نړیوال جام کې ګډون وکړي.
د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله د رسمیت پېژندنې لپاره انګلستان ته ځي