تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۳مه) د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې خونې عمومي رییس، سید کریم هاشمي په نوي ډیلي کې د هند د PHD سوداګرۍ او صنعت خونې له مشرتابه سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، هندي لوري ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د ۲۰ کسیز سوداګریز پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي.
سرچینې د دې سفر موخه د پانګونې او ګډو همکاریو فرصتونو ارزونه یاده کړې ده.
دواړو لورو د سوداګریزو پلاوو د تبادلې، ګډو پانګونو او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په دغه لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او تجارتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه هم لاسلیک کړه.
د هند او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو یوه مهمه برخه جوړوي.
هند د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی او د کرنیزو محصولاتو، وچو مېوو، زعفرانو او نورو افغاني توکو لپاره یو مهم بازار ګڼل کېږي.
په مقابل کې، افغانستان له هند څخه درمل، صنعتي توکي، خوراکي مواد او نور اړین محصولات واردوي.
د نظر خاوندان دغه سوداګریزې اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې، پانګونې او سیمهییزې همکارۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.