تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۳مه) یوناما د ښځو د ډیپلوماسۍ نړیوالې ورځې په مناسبت پيغام کې لیکلي چې، د سولې، نړیوالو همکاریو او ټولګډونو پرېکړو په بهیر کې د ښځو ونډه مهمه ده.
یوناما ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو مانا لرونکی ګډون، په ځانګړي ډول د پرېکړو په بهیر او عامه ژوند کې، د تلپاتې سولې او ټولګډوني پرمختګ لپاره مهم دی.
دغه بنسټ همداراز د افغان ښځو او نجونو لپاره د برابرو فرصتونو پر سمبالښت ټینګار کړی دی.
یوناما زیاته کړې، چې په افغانستان کې پر عامه ژوند او د پرېکړو په بهیر کې د ښځو اغېزمن حضور ډاډمنول لاهم خورا مهمه چاره ده.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې ویلي، چې د سولې، پراختیا او د افغانستان د راتلونکې لپاره د ښځو غږونه حیاتي ارزښت لري او باید ورته د زدهکړو، رهبرۍ او د ټولنې په ټولو کچو کې د ګډون زمینه برابره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ښځې او نجونې باید وکولای شي په ځانګړې توګه د ډیپلوماسۍ او عامه خدمتونو په برخو کې فعاله ونډه واخلي.
یوناما ټینګار کړی، چې کله ښځې په ټولنیزو او سیاسي بهیرونو کې شاملې وي؛ ټولنې لا پیاوړې، مقاومې او سولهییزې کېږي.
یوناما داسې مهال د ښځو پر اغېزمن حضور ټینګار کوي چې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا حاکمیت را وروسته ښځې آن له خپلو لومړنیو حقونو، زده کړو او کاره هم محرومې دي.