Homeخبرونهافغانستان لا هم د یوه غړي هېواد د مخالفت له امله په...

افغانستان لا هم د یوه غړي هېواد د مخالفت له امله په شانګهای همکارۍ سازمان کې بشپړ ګډون نه شي کولای

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي ضمیر کابلوف، ویلي چې افغانستان د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) په فعالیتونو کې د یوه غړي هېواد د مخالفت له امله لا هم بشپړ ګډون نه شي کولای.

کابلوف د روسیې له ایزویستیا ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، افغانستان په رسمي توګه لا هم د شانګهای همکارۍ سازمان د څارونکي غړي حیثیت لري، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د دغه سازمان په چارو کې یې ګډون تر ډېره ځنډول شوی دی. هغه زیاته کړه چې د افغانستان بشپړ ګډون د ټولو غړو هېوادونو د اجماع او موافقې غوښتنه کوي، خو تر اوسه دا اجماع نه ده رامنځته شوې.

کابلوف د هغه هېواد نوم یاد نه کړ چې د افغانستان د بشپړ غړیتوب مخه نیسي، او یوازې یې وویل چې د سازمان یو غړی هېواد د افغانستان د بشپړ ادغام مخالفت کوي. یو شمېر شنونکي باور لري چې ښايي پاکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان کې د افغانستان مخالف وي. په راپور کې هم دې موضوع ته غیرمستقیمه اشاره شوې ده.

راپور زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې ترینګلې شوې دي. د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته نښتې او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه متقابل تورونه هغه عوامل بلل شوي چې د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې یې سیمه‌ییزه همکاري له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د شانګهای همکارۍ سازمان له ځینو جوړښتي ستونزو سره مخامخ دی. د څارونکو غړو او د خبرو اترو شریکانو په څېر د غړیتوب د کټګوریو د روښانتیا نشتوالي اداري ځنډونه او ستونزې رامنځته کړې دي. له همدې امله افغانستان لا هم د دغه سازمان په چوکاټ کې په یو ډول «نامعلوم او ځنډېدلي وضعیت» کې پاتې دی.

کابلوف ویلي چې روسیه هڅه کوي وضعیت باثباته کړي او تمه ده چې د اسلامي امارت استازي به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي.

د راپور په پای کې راغلي چې که څه هم د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د سیمه‌ییز امنیت په برخه کې همکاري کوي، خو د دغه سازمان د اجماع پر بنسټ جوړښت د دې وړتیا محدودوي چې داخلي اختلافات حل کړي یا افغانستان په اوسني پړاو کې په بشپړه توګه مدغم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...