تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳ مه) اروپايي ټولنه د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ته ۲۰ میلیونه یورو نوې مالي مرسته برابروي، څو په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو، کورنیو بېځایه شویو او کوربه ټولنو ملاتړ وکړي. دغه بودیجه به د بنسټیزو خدمتونو، د معیشت د ملاتړ، مسلکي زده کړو او د راستنېدونکو د دوامدار ادغام لپاره ولګول شي.
دا مالي مرسته په داسې وخت کې افغانستان ته ځانګړې شوې چې هېواد د نړۍ له یوه تر ټولو لویو او پېچلو بشري بحرانونو سره مخامخ دی، او د سلګونو زره کډوالو بېرته راستنېدو دا بحران لا پسې سخت کړی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۸ میلیونه ډېر بېاسناده افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د راستنېدونکو ډېری کسان افغانستان ته له محدودو مالي سرچینو او کمزورو ټولنیزو اړیکو سره راځي او د سرپناه، معیشت او لومړنیو خدمتونو د ترلاسه کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافېرې، ویرونیکا بوسکوویچ پوهار، د راستنېدونکو د بیا ادغام د ملاتړ په برخه کې د اروپايي ټولنې پر ژمنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د کډوالۍ له نړیوال سازمان سره شراکت د دغو هڅو اساسي برخه ده.
هغې زیاته کړه چې اروپايي ټولنې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د بېځایه کېدو بحران ته د ځواب ویلو او د څو اړخیزو مرستو د برابرولو لپاره له ۱۴۰ میلیونو یورو څخه ډېره بودیجه ځانګړې کړې ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د ماموریت عملیاتي مرستیالې، موتیا ایزورا ماسکون، د اروپايي ټولنې له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ ویلي چې دا مالي مرسته به سازمان ته اجازه ورکړي څو خپلې حیاتي مرستې پراخې او بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی لا پیاوړی کړي.
د نوموړې په وینا، په دغو پروګرامونو کې تخنیکي او مسلکي زده کړې، او همداراز د کوچنیو او منځنیو شرکتونو ملاتړ شامل دی، چې د راستنېدونکو د دوامدار ادغام په ځانګړي ډول د ښځو او نورو زیانمنو ډلو لپاره مهم رول لري.
اروپايي ټولنې دا مرسته وروسته له هغه اعلان کړه چې د طالبانو یوه پلاوی بروکسل ته د رسمي سفر وکړ او له اروپا څخه افغانستان ته د مجرمو او نه منل شویو کډوالو د ستنولو په شمول یې په څو موضوعاتو خبرې وکړې.