تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۳مه) مسوولان وایي په جلالاباد ښار کې یې هغه کارخونه کشف او په تړاو یې درې تنه ونیول چې، حیواني درمل یې په تقلبي ډول جوړول او بیا یې پرې د ښه پلور په موخه د بهرنیو هېوادونو سټیکرې لګولې.
دغه کارخونه نن چهارشنبه کشف شوې او د مسوولانو په وینا ترې ۳۵۰۰ کارتنه تقلبي درمل هم ترلاسه او دغه ولایت کې د کرنې ریاست ته تسلیم شول.
ننګرهار کې د طالبانو د ولایت رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، امنیتي ځواکونو د دغې کارخونې په تړاو درې تنه نیولي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له دې سره د مالدارۍ د برخې روغتیاپالان هم دغه ډول غیر معیاري او تقلبي حیواني درمل د څارویو روغتیا ته جدي زیان رسوونکې ګڼي او په وینا یې، دغه ډول درمل د فارم لرونکو او مالدارانو مالونه تلف کوي او درانه مالي زیانونه ور اړوي.
دغه راز د کورنیو تولیدي شرکتونو یو شمېر استازي هم بازارونو کې د تقلبي او بې کېفیته درملو شتون د معیاري تولیداتو پر وړاندې لوی خنډ بولي.
طالب مسوولان وایي د تقلبي درملو د تولید او خرڅلاو پر وړاندې یې مبارزه جدي ده او هېچاته به اجازه ورنکړي، چې د تقلب او تزویر پرمټ هېوادوالو ته مالي یا ځاني زیانونه واړوي.