Homeخبرونهپاکستان د ایران ولسمشر مسعودپزشکیان ته افتخاري دوکتورا ورکړه

پاکستان د ایران ولسمشر مسعودپزشکیان ته افتخاري دوکتورا ورکړه

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۳مه) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اسلام‌اباد ته د خپل رسمي سفر پرمهال د پاکستان له یو روغتون څخه د زړه جراحۍ په برخه کې افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه.

دا مراسم د پاکستان د لومړي وزیر، شهباز شریف او د پاکستاني پوځ مشر، عاصم منیر په حضور کې ترسره شوي.

د ایران ولسمشر ته د افتخاري دوکتورا ورکول د تهران او اسلام آباد ترمنځ د نږدې اړیکو او د همکاریو د پراختیا نښه ګڼل شوې ده.

په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې مسعود پزشکیان ته د دې اکاډمیکې جامې او خولۍ ور په تن کولو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پاملرنه جلب کړې ده.

پاکستان ته د ایران د ولسمشر سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه او تاریخي اړیکو د پياوړتیا په لور مثبتګام بلل شوی او په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان په اسلام‌اباد کې د ایران – پاکستان د اړیکو پياوړتیا په موخه یو نیالګی هم کېنولی دی.

مسعود پزشکیان پرون سه شنبه په یوه رسمي سفر پاکستان ته تللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...